د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د تاوتریخوالي زیاتېدو له فساد سره مبارزه ټکنۍ کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وايي چې افغانستان له فساد سره د مبارزې لپاره د قانوني چوکاټ او بنسټونو د جوړولو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي خو د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د فساد ضد مبارزه ټکنۍ شوې ده.

یوناما د چهارشنبې په ورځ د اګست څلورمه (زمري ۱۳) "په افغانستان کې له فساد سره مبارزه؛ شفافیت، امانتدارۍ او حساب ورکولو ته وده ورکوي" تر نوم لاندې خپل پنځم کلنی رپوټ خپور کړ.

په دې رپوټ کې راغلي: "...حکومت د فساد ضد اصلاحاتو ته دوام ورکړی، که څه هم د کویډ-۱۹ وبا ناوړه اغیزې، د سولې روانې خبرې او د نړیوالو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د تاوتریخوالي زیاتېدو د اصلاحاتو د چټکتیا بهیر ورو کړی خو د اداري فساد په وړاندې د مبارزې رجحان له تدریجي پرمختګ سره مل و".

یوناما له فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړولو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا ډول بنسټونه د خپلواکۍ په درلودلو او په بشپړ ډول د دندو په ترسره کولو سره کولی شي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې اصلاحات تطبیق کړي.

د یوناما مشرۍ دیبرا لاینز وویل چې له فساد سره اغیزمنه مبارزه د افغانستان د دولت د مشروعیت د زیاتېدو، هوساینې او ټیکاو لامل کېږي.

د یوناما په رپوټ کې راغلي: "ناامني لا هم یوه ننګونه ده. بلواګر او جنايي ډلې لا هم قضايي پرسونل یو د اصلي اهدافو په توګه په نښه کوي. د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې یوناما ۲۹ پېښې مستندې کړې چې د قضايي سکتور کارکوونکي یې په نښه کړي، چې په هغو کې قاضیان، څارنوالان او نور کارکوونکي چې د محکمو او څارنوالیو لپاره کار کوي شامل دي".

یوناما ویلي چې په دغو پېښو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ټینګار کړی چې د فساد ضد مبارزه کې د اصلاحتو د عملي کولو په برخه کې د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني تائیدوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان اقدامات د نړیوالې ټولنې د قناعت وړ نه دي.

هغه تیره ورځ په ارګ کې د څارنې او همغږۍ د بورډ په ګډې غونډه کې وویل: "په خواشینۍ سره تاسې ته ووایم چې زموږ همکارانو نړیواله ټولنه قانع نه کړه چې موږ د فساد د له منځه وړلو په برخه کې جدي اقدامات کړي دي".

د یوناما رپوټ په داسې مهال خپور شوی چې ټاکل شوې د ۲۰۲۰ میلادي کال د جینیوا د غونډې په دوام په راتلونکې نومبر میاشت کې د افغانستان د مالي ملاتړ کوونکو په ګډون غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان له دولت سره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو د څرنګوالي په تړاو بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG