د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: تېره اونۍ هره ورځ ۲۰۰۰ کسان د کرونا له کبله مړه شوي 


د امریکا په متحده ایالاتو کې د کروناویروس د وبا له کبله د مړینو شمیر په داسې حال کې ۷۰۱زرو تنو ته رسیدلی چې امریکایي مقاماتو د ۶۵ کالو پورته عمر لرونکو او د صحي کارکوونکو په څیر هغو خلکو ته چې د ناروغیو له خطر سره مخامخ دي د درېیم ډوز تقویتي واکسین کولو سپارښتنه کړې ده.

په څه دپاسه تیره یوه اونۍ کې هره ورځ په اوسط ډول ۲۰۰۰ تنه په متحده ایالاتو کې د کروناویروس په وجه مړه شوي چې د مقاماتو په وینا اکثر اخته او مړه شوي کسان هغه خلک دي چې د کروناویروس واکسین یې ندی کړی.

متحده ایالات په کوویډ۱۹ ناروغۍ د مړینو او اخته کسانو له درکه لاهم په نړۍ کې د ټولو هیوادونو په سر کې دی او د نړۍ د کروناویروس د ټولو پیښو ۱۹ فیصده او ددې ناروغۍ د مړینو ۱۴ فیصده په دې هیواد کې ثبت شوي دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې چې د یکشنبې په ورځ اکتوبر دریمه (تلې ۱۱) یې ثبت کړي ۴۳.۶۶ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او پدې وجه ۷۰۱زره کسان مړه شوي دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون رپوټ ورکړی چې په نړۍ کې د کروناویروس مجموعي پیښې د یکشنبې تر رځې پورې ۲۳۴.۶۹ میلیون تنو ته رسیدلي او نژدې ۴.۸ میلیون تنه پدې ناروغۍ مړه شوي دي.

د کروناویروس د ډالتا ډوله ناروغي خپریدل چې خورا ساري ده د متحده ایالاتو په ګډون په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د پیښو د زیاتیدو سبب شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تیره اونۍ د تقویتي ډوز د ترلاسه کولو پر وخت هیله څرګنده کړه هغوی چې تر اوسه یې د واکسین کولو انکار کړی دی "سمه لاره" انتخاب کړي او ځان واکسین کړي.

د متحده ایالاتو د وقایې او امراضو د کنترول مرکز ویلي چې تر اوسه د امریکا ۵۶ فیصده جمعیت په بشپړه تړګه واکسین شوی او شاوخوا لس فیصده نورو تر اوسه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG