د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا داسې واکسین جوړیږي چې په پوزه کې څڅول کیږي


د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د کوويډ ۱۹ داسې واکسینونه چې په مټه کې د پیچکارۍ کولو پرځای په پوزه کې څڅول کیږي، د شاوخوا نهو لابراتوارونو او شرکتونو له خوا د جوړېدو په حال کې دي.

دغه ډول واکسین د دې ترڅنګ چې د پیچکارۍ د لګولو په پرتله راحت دی، همدارنګه ښايي د تزریقي واکسینونو په پرتله د کرونا ویروس مخه په پوزه کې ( چې د انسان بدن ته د کرونا د ویروس د ننوتلو لار ده) ونیسي.

په پوزه کې څڅول کېدونکي واکسینونه به همدارنګه له یوه کس څخه بل ته د ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې هم ګټور ثابت شي او ښايي د کرونا د ویروس د اومیکرون د بڼې د خپرېدو په مخنیوي کې چې په ډیرې چټکۍ سره خپریږي‌ ډیر مهم ثابت شي.

ډیر دغه ډول واکسینونه تر دې دمه دازموینو په لومړنیو او منځینو پړاوونو کې دي او معلومه نه ده چې څه وخت به ګټې اخیستو ته وړاندې شي.

خو د امریکا په متحده ایالاتو، چین، کیوبا، ایران او نورو هیوادونو کې سایسنپوهانو په کې پرمختګ کړی دی.

د امریکا د سنت لوویز په ښار کې د واشنګټن پوهنتون د امیونولوژي یا معافیت پېژندنې پروفیسور مایکل ډایمنډ وویل: "زه خوشبین یم چې ښايي وکولی شو د روانې وبا په وروستیو وختونو کې د واکسین له دغه ډول څخه ګټه واخلو.‌"

د تزریقي واکسینونو مهمه نېمګړتیا

که څه هم د کرونا تزریقي واکسینونو د ویروسونو په وړاندې زمونږ د بدن معافیت د سیستم له چمتوکولو سره ډیره مرسته کړېده، خو د ضعف یوه مهمه نقطه یې زمونږ پوزه، ستونی او د بدن نورې مخاطي غشاوې ( هغه ځایونه چې د بدن داخلي برخي له بهرنیو سره نښلوي) دي.

مخاطي غشاوې زمونږ په وینه کې د دوران په حال کې انتي باډي څخه، یو ډول جلا انتي باډي ته ځای ورکوي. تزریقي واکسینونه چې د مټې په عضلاتو کې پیچکارۍ کیږي، یواځې وینې ته رسیږي او د مخاطي انټي باډیو د تولید په برخه کې ډیر ګټور، نه تمامیږي.

د نیویارک د پوهنتون د امیونولوژۍ یا معافیت پیژندنې پروفیسور بن تن اویور وویل:"داځکه چې تاسو د معافیت خپل سیستم ته داسې روزنه ورکوئ چې څنګه وکولی شي په عضلاتو کې ویروس وپیژني، ستاسو د معافیت سیستم نه پوهیږي چې په مخاطي غشاوو کې هم د ویروس مقابله وکړي."

هغه واکسینونه چې په پوزه کې څڅول کیږي، هدف یې داوي چې له ویروس سره په لومړي ځل مخامخ کېدو، مقابله وکړي.

پروفیسور ډایمنډ وویل: "تاسو له ویروس مبارزې ته چمتو یاست،ځکه په هغه ځای کې معافیت لرئ چې اړتیا ورته لرئ."

ډایمنډ او همکارانو یو د کرونا لپاره په پوزه کې څڅول کېدونکي یو واکسین جوړ کړی او هندي شرکت بهارت بایوټک ته یې د تولید اجازه ورکړېده. ټاکل شوېده چې دغه شرکت یې د منظورۍ او تولید د جواز د ترلاسه کولو لپاره په لویه کچه کلنیکي ازموینې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG