د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په فلپین کې د سمندري طوفان قربانیان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري


ملګرو ملتونو اونړیوالو خیریه ټولنو د جمعې په ورځ د جنورۍ ۷ ( مرغومي ۱۷) خبرداری ورکړ چې په فلپین کې د آډیتې په نامه سمندري طوفان په میلیونونو قربانیان چې د ډسمبر د میاشتې په ۱۶ مې رامنځته شو، بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه طوفان د فلپین په جنوبي او مرکزي سیمو کې پراخې سیمې وځپلې، په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل او له شپږ سوه او اتیا زرو زیات خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کړل.

شدیدو بارانونو، سیلاوونو او چټکو بادونو، روغتونونه، تاسیسات او د اوبو د تصفیې سیسټمونه تخریب کړل او بې ځایه شوي خلک یې له جدي صحي ګواښ سره مخ کړیدي.

دوه اونۍ وړاندې ملګرو ملتونو له نیم میلیون څخه له زیاتو فلپیني بې ځایه شویو سره د مرستې لپاره، د ۱۰۷ میلیونو ډالرو بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

په فلپین کې د خوړو د نړیوال پروګرام مسئوله برنډا بارټون وايي، د هغو کسانو شمیر چې مرستو ته اړتیا لري اوس له دوه میلیونو څخه ۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

هغې چې د فلپین په پلازمینې مانیلا کې خبرې کولې وویل، ډیرو سیمو ته لاسرسی ممکن نه دی. هغې زیاته کړه ډیر خلک د تلیفون او برق خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

آغلې بارټون وویل: "له ۱۸ اغېزمنو ښاروالیو څخه په یوې کې خلک لاتراوسه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، او مونږ د نس ناستې د زیاتو پېښو شاهدان یو. همدارنګه ډیرماشومان وینو چې په سړکونو باندې ګدايي کوي. د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ( UNFPA) د جنسي قاچاق، پرجنیست پورې تړلي تاوتریخوالي او نورو جرمونو په هکله اندېښنه ښودلې ده. او البته مونږ د تغذیې د بیړنیو حالاتو په هکله اندېښنه لرو."

د ملګرو ملتونو د مرستې د غوښتنې برعلاوه، د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو، لوژستیک او مخابراتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۲۵میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړېده. آغلې بارټون وايي ډبلیواف پي د طوفان له پېښېدو درې اونۍ وروسته یواځې ۴ اعشاریه ۷ میلیون ډالره مرسته ترلاسه کړېده.

هغې زیاته کړه: "د پرله پسې بارانونو د اورېدو له امله وضعیت نور هم خراب شوی دی. مونږ داسې کورنۍ لرو چې خپلو مینو ته نشي تللی او د تخلیې په مرکزونو کې ژوند کوي. او د نړۍ د نورو برخو په شان په فلپین کې هم چې یو ګڼ نفوسه هیواد دی، د کوویډ ۱۹ ناروغي د پراختیا په حال کې ده."

آغلې بارتون وویل د فلپین حکومت د خپلو وړتیاوو په حدودو کې د خوړو او سرپناه د برابرولو په برخو کې له آفت ځپلو سره مرسته کوي، خو زیاتوي چې دغې مرستې بسنه، نه کوي او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا ده.

هغې خبرداری ورکړ چې د مرستې د نه کولو په صورت کې به ډیر شمیر خلک ناروغ او تلف شي او د ماشومانو د خوارځواکۍ ( سو تغذیې) شمیر به زیات شي.

XS
SM
MD
LG