د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۵۰ میلیون واووښت


د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې پنځه میلیون انسانان مړه شوي
د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې پنځه میلیون انسانان مړه شوي

نړۍ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۵۰ میلیون کسان پورته شو او په ختیځه اروپا کې تر ټولو ډېر انسانان په دغه ویروس اخته شوي ‌دي.

د رویټرز خبري اژانس معلومات ښيي چې په تېرو دریو میاشتو کې د کرونا ویروس پېښې د ورځې ۳۶ فیصدو ته راښکته شوي، خو لا هم په هرو دریو میاشتو کې لږ تر لږه ۵۰ میلیون انسانان د کرونا په ویروس اخته کیږي.

د روغتیا د برخې ځینې کارپوهان وايي چې د کروناویروس واکسین د دغو پېښو په کمولو او کنترول کې مهم رول لوبولی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان یوې مسئولې ماریا وان کېرخوف رویټرز خبري اژانس ته وویل: «موږ فکر کوو چې له اوس څخه نیولې د ۲۰۲۲ تر اخره پورې به دا ویروس کنترول کړو.‌.. او د خطرناکې ناروغۍ او مړینو کچه راکمه کړو.»

د کرونا ویروس لا هم د نړۍ په ۵۵ هېوادونو کې په چټکۍ سره خپریږي‌ چې روسیه، اوکراین او یونان یې په سر کې راځي.‌

په دغو هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو له پېل کېدو وروسته، د اخته کسانو شمېر د ریکارډ اندازې ته نژدې شوی دی.

راپورونه وايي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د نویو پېښو تر نیمایي زیاته برخه یې په اروپا کې دي چې په هرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه یو میلیون خلک په دغه ویروس اخته کیږي.

د روسیې په ځينو سیمو کې چارواکو ویلي‌ دي چې نوي‌ محدودیتونه به لګوي او یا به د کاري سیمو او برخو بندیز روان وساتي.

د دوشنبې په ورځ په روسیې کې د کرونا ویروس ۳۹۴۰۰ نوې پېښې ثبتې شوې چې ۵۰۰۰ یې په مسکو کې وې.‌

په جرمني کې د کرونا ضد واکسین سره سره هلته دا پېښې زیاتې شوې دي،‌ چارواکي وايي شاید په را روانو اونیو کې په روغتونونو پلان شوي عملیاتونه وځنډوي.

مګر بر عکس،‌ جاپان بیا تېره ورځ په لومړي ځل د کرونا ویروس کومه پېښه ثبت کړې نه ده. په جاپان کې حکومت وايي‌ د نفوس ۷۰ سلنه یې واکسین کړي دي.

چین چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په کې د کرونا ویروس خپور شو، وايي‌ چې یوازې تېره ورځ یې د کرونا ویروس ضد ۸.۶ میلیون ډوزه تطبیق کړي‌ دي. په چین کې چاروکي‌ وايي ‌چې تر دې دمه ۲.۳ میلیارد انسانانو ته د کرونا ضد واکسین کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان څو ورځې مخکې د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصادونو (هېوادونو) له مشرانو څخه وغوښتل چې د هغه پلان مالي‌ ننګه وکړي‌ چې په اساس به یې په را روانو ۱۲ میاشتو کې بې وزلو هېوادونو ته ۲۳.۴ میلیارد کرونا ضد واکسین، د معاینې وسایل او درمل انتقال کیږي.

د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله څه باندې پنځه میلیون انسانان مړه شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG