د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د کرونا د پېښو زیاتېدل؛‌ روغتونونه اکسیجن او امکانات نلري


په غزه کې یو مهم روغتون خبرداری ورکړی چې د اګسیجن یې مخ په خلاصېدو دی
په غزه کې یو مهم روغتون خبرداری ورکړی چې د اګسیجن یې مخ په خلاصېدو دی

د غزې له تړانګې څخه راپورونه وايي‌ چې په دې وروستیو کې دغلته د کروناویروس پېښې زیاتې شوې او ځینې روغتونونو کې له ټاکلي‌ حد څخه زیات ناروغان بستر شوي ‌دي.

په غزه کې د کروناویروس د درملنې مهم مرکز خبرداری ورکړی دی چې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره اکسیجن مخ په خلاصېدو دی.

په نورو روغتونو کې په یوې خونې کې د کرونا په ویروس اخته درې کسان بستر شوي دي.‌

په غزه کې چې د حماس ډله یې کنترولوي، د فبرورۍ په میاشت کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي اکثریت محدودیتونه او بندیزونه لېرې شول، دا کار او د کروناویروس ضد د واکسین کموالي د غزې په تړانګه کې د کروناویروس پېښې نورې هم زیاتې کړې.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس د غزې اکثریت اوسېدونکي د رمضان په میاشت کې د کرونا ویروس د خپرېدو او مخنیوي لپاره د ډاکټرانو سپارښتنې هم په پام کې نه نیسي.

د غزې د یوې اوسېدونکې یاسمین علي ۶۴ کلنه مور تېره اونۍ د کرونا ویروس له کبله مړه شوه، هغه وايي‌: «کرونا لوبې نه دي. که خلک احتیاط ونکړي، دا ویروس به د ډېرو انسانانو ژوند واخلي.»

په لومړیو میاشتو کې په غزه کې هغه کسان قرنطین کېدل چې له مصر څخه ورتلل او دغلته د کروناویروس لومړۍ پېښه هم د اګست په میاشت کې ثبت شوه.

همدغه راز په غزه کې ښوونځي، مارکیټونه او د شپې تګ راتګ بند شوي‌ وو چې له کبله یې د کروناویروس پېښې هم کمې وې، خو د قرنطین او بندیزونو له لېرې کېدو وروسته دا پېښې زیاتې شوې.

تېره اونۍ هره ورځ د غزې په تړانګه کې د کروناویروس له کبله تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي‌ او څه باندې ۱۵۰۰ نور په دغه ویروس اخته شوي‌ دي.

غزه چې شاوخوا دوه میلیون نفوس لري،‌ تر دې دمه د کرونا ویروس له کبله په کې نژدې ۸۵۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰زره نور پرې اخته دي.

په خان یونس کې د اروپايي روغتون مشر یوسف العقاد وايي‌ چې په روغتون کې یې ۱۵۰ بسترونه دي چې ۱۱۸ کې یې سخت او جدي‌ ناروغان پراته دي.

هغه وویل که د ناروغانو شمېر یې له ۱۵۰ واوښت، د اګسیجن ډېرو نورو ډبو ته به هم ضرورت ولري.

د غزې تر ټولو لوی روغتون شفاء د کرونا ویروس د درملنې لپاره ۱۰۰ بسترونه لري. په دغه روغتون کې غیر مهم عملیاتونه او د نورو معایناتو لپاره کلینونکه تړل شوي‌ دي چې ډېر پام د کروناویروس ناروغانو ته وي.

XS
SM
MD
LG