د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ امریکا کې د مړو شمېر تر ۵۰زرو واوښت


په امریکا کې تر ټولو ډیر کسان په نیویارک کې مړه شوي
په امریکا کې تر ټولو ډیر کسان په نیویارک کې مړه شوي

کروناویروس د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډېر کسان مړه کړي دي.

په امریکا کې د جمعې د ورځې تر ماسپښین پورې اپریل ۲۴ (غويي۵) د کروناویروس له کبله د مړو شمېر څه باندې ۵۰۱۰۰ تنو رسېدلی او چارواکي وایي‌ دا شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي.

په امریکا کې د جانز هاپکېنز پوهنتون وايي‌ چې تر ټولو ډېر کسان په نیویارک کې مړه شوي دي چې شمېر یې شاوخوا ۱۶۴۰۰ ته رسیږي.

په امریکا کې د کروناویروس لومړۍ پېښه د جنورۍ په ۲۰ نیټه ثبت شوه خو دا مهال په کې څه باندې ۸۸۰زره کسان په دغه ویروس اخته دي.

د دې ترڅنګ څه باندې ۴.۶ میلیون خلکو ځانونه معاینه کړي چې په کروناویروس اخته نه وي.

په همدې حال کې نږدې ۸۱ زره هغه کسان چې په دغه ویروس اخته وو، اوس بېرته ښه شوي دي.

د کرونا له کبله له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې په امریکا کې ډیری کاروبارونه، ښوونځي، پوهنتونونه، تجارتي شرکتونه او هوايي‌پروازونه بند دي او خلکو ته ویل شوي ‌چې په کورونو کې پاتې شي.

خو څو ورځې مخکې سلګونو کسانو مظاهره وکړه او د کار او ژوند د پرانیستل کېدو او بېرته عادي کېدو غوښتنه یې کوله.

ولسمشر ټرمپ هم لیوال دی چې کاروبارونه بېرته پرانیستل شي، خو ډاکټران تاکید کوي د کاروبارونو تر بیا پیلېدو پورې باید ډاډ ترلاسه شي چې دا ویروس څه ناڅه کنترول شوی دی.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۱۹۱ کسان مړه کړي‌ او شاوخوا ۲.۷ میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG