د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د نړیوال جام پیل؛ افغان ټیم وايي سیالیو ته چمتو دی


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

د کرکټ شل آوریز (T20) نړیوال جام سیالۍ نن یکشنبې اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) په استرالیا کې پیل شوې.

ددې جام د لومړي پړاو په دوو سیالیو کې نن نامیبیا سریلانکا ته او هالنډ متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

په لومړي پړاو کې د یادو ټیمونو برسېره ویسټ انډیز، زیمبابوې، ایرلنډ او سکاټلنډ برخه لري. او یوازې څلور ټیمونه به دوهم پړاو ته لار مومي.

په لومړۍ لوبه کې نامیبیا سریلانکا ته ۱۶۴ هدف وټاکه. خو د سریلانکا ټول لوبغاړي په ۱۹ اوور کې له ۱۰۸ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د یکشنبې د ورځې په دوهمه سیالۍ کې، متحده عربي اماراتو لومړی بیټینګ وکړ او په شلو اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۱ منډې جوړې کړي.

هالنډ وکولای شول، دغه هدف په شلم اوور کې پوره کړي. د لوبې تر پایه د هالنډ یوازې اووه لوبغاړي وسوځېدل.

د افغانستان لوبې

افغانستان ددغو لوبو د دوهم پړاو په الف ګروپ کې له استرالیا، انګلستان او نیوزیلنډ سره یو ځای دی. د دوهم پړاو لوبې د اکتوبر په ۲۲مه پیلیږي او په همدې ورځ به افغانستان له انګلستان سره مخامخ کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف وايي چې افغانستان د یو بشپړ پلان سره نړیوال جام ته تللی.

دا د کرکټ شل اوریز جام په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان پنځم ځل ګډون دی.

د افغانستان کرکټ ملي ټیم په لومړي ځل، په کال ۲۰۱۰ کې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړ. افغانستان په کال ۲۰۱۶ کې په هند کې د نړیوال جام په لوبو کې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره نړۍ حېرانه کړې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر زیاتوي چې ملي ټیم د آسیا جام نه پس نړیوال جام ته په پوره تیارۍ سره ورغلی او تمه ده چې د قوي ټیمونو مقابل کې به ښې لوبې وکړي.

د کرکټ د چارو شنونکی او خبریال بادام احمدزی وايی چې افغانستان خپل ګروپ کې سخت حریفان لري خو د افغانستان لوبغاړي دا وړتیا لري چې مقابل ټیم د سخت مقاومت سره مخ کړي.

د افغانستان د کرکټ ټیم قوت په توپ اچونه کې لیدل کیږي. د راشد خان او مجیب الرحمن برسېره، په تیزه توپ اچونه کې د فضل حق فاروقي په څېر توپ اچونکي لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرایوي رئیس او د قطر د ټیم روزونکی اسدالله خان وايي، افغانستان په توپ اچونه کې د اولې درجې لوبغاړي لري خو اسد الله خان دا هم وايي، که د افغانستان توپ وهنه هم د توپ اچونې غوندې وځلیږي نو د لوبو د ګټلو چانس زیاتیږي.

بلخوا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم یو شمیر لوبغاړي د استرالیا په میدانونو د لوبو تجربه لري او همدې تجربې نه به نړیوال جام کې ګټه اخلي.

لندن کې د کرکټ د چارو مبصر بختیار ساحل وايي د استرالیا په میدانونو د محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن او قیس احمد تجربه به نړیوال جام کې د افغانستان د بریا دپاره مهمه وي.

افغانستان د خپلو اصلي لوبو د پیل مخکې د اکتوبر په اوولسمه له بنګله دیش سره او په نولسمه له پاکستان سره تمریني سیالۍ لري.

XS
SM
MD
LG