د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په توپان کې مړو شویو کسانو شمیر ۵۲ ته ورسید ؛ میلیونونه نور بې برښنا دي


د هیلین په نامه توپان د متحده ایالاتو جنوب ختیځه برخه ځپلې او د شنبې سپټمبر ۲۸ ( تلې اوومې) یې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۵۲ تنه وژلي او میلیاردونو ډالرو په ارزښت یې مالي زیان هم اړولی دی.

چارواکو همدارنګه ویلي چې ددې شدید توپان له کبله په میلونونو کسان برښنا نلري او په دوامداره توګه د سیلابونو خطر سره مخ دي.

د هیلین توپان چې د پنجشنبې په ورځ د فلوریډا ایالت ته په څلورمې ګټګورۍ کې ورسید، ددې ایالت ګڼې برخې یې وځپلې چې د باد چټکوالی پکې په ساعت کې ۲۲۵ کیلومټره و.

دې توپان وروسته د جورجیا، شمالي او جنوبي کاریلونا او ټینیسي ایالتونو ته مخه وکړله، ونې یې له بیخه وایستې، د کورونو چتونه یې پورته کړل. د شدید توپان سره سره، پدې توپان کې شدید ورښت هم و چې له کبله یې د ګڼ شمیر سیندونو او بندونو اوبه له مورګو پورته شوې.

د سیلابونو له کبله د شمالي کاریلونا لویدیځه برخه په بشپړه توګه د ایالت له نورو برخو پرې شوې ځکه چې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له کبله یوه لویه لار تړل شویده.

چارواکو د توپان راتګ څخه وړاندې د خطر سره مخ خلکو ته خبرداری ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته ولاړ شي خو ډیر شمیر خلکو دا خبرداری بابیزه بللی و.

د جورجیا ایالت د اتلانتا په ښار کې مسؤلینو ویلي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې پدې سیمې ۲۸.۲۴ سانتي متره باران وورید چې د ۱۸۷۸ میلادي کال راهیسې هلته په دومره اندازه باران نه و شوی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې په سیلابونو او توپان کې زیانمنو شویو کسانو ته دعا کوي او د اضطراري تنظیم فدرالي ادارې ته یې امر کړی چې سیمې ته ورشي.

دې ادارې ۱۵ سوه مامورین زیانمنو شویو سیمو ته استولي او په سیمه ایز وخت د جمعې تر سهاره یې د ژغورنې په ۴۰۰ عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG