د لاس رسي وړ اتصالات

طوفان او بوړبکیو په امریکا کې ۲۶ تنه مړه کړي 


د متحده ایالاتو په جنوب او ختیځ کې طوفانونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي
د متحده ایالاتو په جنوب او ختیځ کې طوفانونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي

طوفانونو چې ښایي د لسګونو بوړبکیو سره مله وو د متحده ایالاتو په جنوب او ختیځ کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه کړي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.

تائید شويو طوفاننونو د متحده ایالاتو لږ تر لږه په اتو ایالتونو کې کورونه او کاروبارونه ویجاړ کړي، ونې یې چپه کړي او د زرګونو کورنیو بریښنا یې قطع کړې ده.

دغه طوفانونه چې د جمعې په شپه پیل او د شنبې تر ورځې یې دوام درلود، په ټینیسي ایالت کې اوه تنه، په ارکنزاس کې څلور، په انډیانا کې درې او د ایلینوای په ایالت کې څلور تنه مړه کړي دي. د جمعې د شپې او د شنبې د ورځې د طوفانونو نور تلفات په الاباما او مسیسیپي کې پېښ شوي دي.

په یوه وروستۍ پېښه کې، په ایلینوای کې د یو تیاتر چت د طوفان له امله ونړېد. دا پېښه د موسیقۍ د یوې ډلې د کنسرت پر مهال رامنځته شوه چې په پایله کې یې یو تن مړ شوی او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. د الینوای د اور وژنې څانګې د رئیس په وینا، په دې پیښه کې د پنځو ټپیانو حالت نازک دی. چارواکو ویلي دي چې د ژغورنې عملیات پیل شوي او ښايي د مړو شمیره لوړه شي.

د ټینیسي ایالت چارواکو خبرداری ورکړی چې د جمعې شپې ته ورته د هوا حالات ښایي د سه شنبې په ورځ بیا تکرار شي.

په ځینو دغو ایالتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او ملي ګارد د مرستې لپاره بلل شوی دی.

د برېښنا د مسایلو اړوند د PowerOutage.us ویبپاڼې د معلوماتو په اساس، له ۵۳۰زرو څخه ډیرو کورونو او سوداګریو د شنبې تر ماسپښین پورې برېښنا نه درلودله چې څه دپاسه ۲۰۰زره یې په اوهایو کې وو.

پراخو طوفانونو په سویلي ایالتونو کې په ځنګلونو کې د اور د لګېدو لامل هم شوي، په اوکلاهوما کې چارواکو د نږدې ۱۰۰ اورونو د لګیدلو راپور ورکړی. ویل کیږي چې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ تنه ټپیان شوي او تر ۴۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

د امریکا د هوا پېژندنې ادارې د پنسلوانیا او نیویارک د برخو په ګډون په شمال ختیځو ایالتونو کې د طوفان او ږلۍ د خطر خبرداری ورکړی دی.

دا پداسې حال کې دي چې تېره اوونۍ د بارانونو، برېښنا او تالندې سره ملو بوړبکیو د امریکا د مسیسپي په جنوبي ایالت کې شاوخوا ۶۰ کیلومتره پراخه ساحه وځپله او لږ تر لږه ۲۵ کسان یې مړه کړل.

XS
SM
MD
LG