د لاس رسي وړ اتصالات

"شاوخوا نیمایي امریکایان گڼي ټرمپ د روسیې سره همکاري کړې"


د رابرټ ملر تحقیقاتو ٢٢ میاشتې دوام وکړ
د رابرټ ملر تحقیقاتو ٢٢ میاشتې دوام وکړ

د رویټرز یوه سروی ښایي شاوخوا نیمایي امریکایان پدی باور دي چې د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ولسمشر ټرمپ د روسیې سره همکاري کړیده

د رویټرز دغه سروی چې د خاص مفتش رابرټ ملر د تحقیقاتي رپورټ د خپریدو نه یې وروسته ترسره کړیده، ښایي شاوخوا نیمایي امریکایان اوس هم په دی باور دي چې د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې روسیې د ټرمپ سره مرسته کړیده.

دغه سروی دا هم ښایي چې د ملر د ٢٢ میاشتو د تحقیقاتو د رپورټ نه وروسته په امریکا کې د ولسمشر په محبوبیت کې یو څه زیاتوالی راغلی دی.

داسي ښیي چې د لوی څارنوال ویلیم بر د ملر د تحقیقاتو خلاصې د ټرمپ په اړه د خلکو د فکر په بدلونو کې کامیابې تر لاسه نه کړه. ښاغلي بر ویلي و چې د ټرمپ د کمپاین خلاف داسې شواهد نه دي تر لاسه شوي چې وښیي د روسیې سره یې همکاري کړي و. هغه دا هم وویل چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د عدالت د مخنیوې په اړه هم پوره شواهد نشته.

د دی پوښتنې په ځواب کې چې روسیې د ٢٠١٦ په انتخاباتو کې د مداخلې کوښښ کړیدی او ولسمشر ټرمپ د عدالت مخه نیولې او کنه، ۴٨٪ امریکایانو ویلي چې باور لري ټرمپ او یا د هغه په انتخاباتي کمپاین کې یو چا د روسیې سره کار کړیدی چې د انتخاباتو په نتایجو اثر ولري.

د یادونې وړ ده دا شمیره د تیرې اونۍ د سروی په پرتله ٦٪ کمه ده.

XS
SM
MD
LG