د لاس رسي وړ اتصالات

له ایران څخه شړل شوي افغانان وايي شکنجه شوي دي


د هرات په اسلام قلعه کې افغان چارواکي او د مهاجرت نړیوالې ادارې مسئولین له ایران څخه د راستنو شویو افغانانو نوم لیکنه کوي.
د هرات په اسلام قلعه کې افغان چارواکي او د مهاجرت نړیوالې ادارې مسئولین له ایران څخه د راستنو شویو افغانانو نوم لیکنه کوي.

د هرات د اسلام قلعه په سرحدي ښارګوټي کې له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د شکنجو او کړاوونو کیسې کوي.

شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان هره ورځ افغانستان ته ستنیږي. په دوی کې زیاتره کورنۍ دي چې له خپلو ماشومانو او یو بکس سره له ایران څخه شړل شوي دي.

په اسلام قلعه کې د راستنېدونکو کډوالو د نوم لیکنې مسئول عبدالغني قاضي‌زاده وايي چې "کډوال له سختې ذهني او فزیکي شکنجې سره مخامخ کیږي." د قاضي‌زاده په خبره، په تیرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه د کډوالو د شړلو بهیر ګړندی شوی دی.

هغه وویل: "دوی ته ویل شوي چې په یوه اونۍ کې [له ایران څخه] ووځي او یا دې له ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکي په بانک کې ۱۰۰ میلیونه تومان جمع کړي."

قاضي‌زاده وايي همدا لامل شوی چې ځینې افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي.

د هرات په اسلام قلعه کې د افغانستان او ایران پوله
د هرات په اسلام قلعه کې د افغانستان او ایران پوله

راستنېدونکي افغانان په اسلام قلعه کې د افغان چارواکو او د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او ایم) د استازو لخوا راجستر کیږي او هرې کورنۍ ته د سړي سر ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کیږي هغه کډوال چې یوازې وي، څه نه ترلاسه کوي.

له افغانانو سره زیاتېدونکې کینه

له خپلې مېرمنې او درې ماشومانو سره افغانستان ته ستون شوی ۳۶ کلن رمضان عزیزي په ۲۰۲۳ کې، د ۱۲۲۰ ډالرو په بدل کې قاچاقي ایران ته تللی. هغه وايي چې په ایران کې له افغانانو سره کینه زیاته شوې او کډوال د بې کارۍ او ناامنیو د زیاتېدو او نرخونو د لوړېدو لامل ګڼل کیږي.

عزیزي په ایران کې په ساختماني برخه کې مزدوري کوله. هغه وویل: "زموږ د کور مالک له دې کبله جریمه شو چې موږ ته یې کور په کرایه راکړی و. هغوی زموږ د کور سامانونه له کړکیو څخه دباندې وغورځول."

شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان هره ورځ له ایران څخه افغانستان ته ستنیږي.
شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان هره ورځ له ایران څخه افغانستان ته ستنیږي.

عزیزي وویل: "موږ ته یې وویل چې خپلې بسترې وتړۍ او موږ دا کار وکړ. بیا یې د ستنولو لپاره یوې پوځي اډې ته ولیږدولو."

عزیزي وايي له خپلې کورنۍ او شاوخوا ۲۰۰۰ یا ۳۰۰۰ نورو افغانانو سره یې په پوځې اډې کې شپږ ورځې په سختو شرایطو کې تیرې کړې، "سخت ستړي شوي وو. اوبه او ډوډۍ نه وه."

په اوسپنیزو ډنډو وهل

د ۲۶ کلنې فضیلې قادري پر مخ اوښکې روانې دي. هغه چې له خپل میړه سره له ایران څخه شړل شوې، پایتخت تهران ته څېرمه د کرج په کمپ کې د شکنجو ګاللو کیسې کوي.

وايي محافظینو نر او ښځه نه کتل او "له یوې مخې یې موږ ټول د شپږو ورځو لپاره په اوسپنیزو ډنډو وهلو."

فضیله وايي، د میړه لاس یې مات شوی دی. هغې زیاته کړه: "ما یو افغان ولید چې مړ شوی و. هغوی ورباندې چغې وهلې چې 'د سپي بچیه، خپل کور ته ځه'... ما پرون یو محافظ ته وویل چې ما ووژنه او یا موږ بیرته افغانستان ته ولیږه."

هغوی څلور کاله وړاندې ایران ته قاچاقي تللي وو او په مرکزي قزوین ولایت کې یې په یوه کرونده کې کار کاوه. د دوی ژوند ښه و، تر هغو چې فضیله د ۱۲ ورځو لپاره په روغتون کې بستري شوه او عملیاتو ته یې اړتیا لرله.

فضیله قادري د ایران پایتخت تهران ته څېرمه د کرج په پوځي کمپ کې د شکنجو ګاللو کیسې کوي.
فضیله قادري د ایران پایتخت تهران ته څېرمه د کرج په پوځي کمپ کې د شکنجو ګاللو کیسې کوي.

فضیلې قادري وویل: "ډاکټر ته مو د عملیاتو لپاره ۱۲۰۰ ډالر ورکړل. راته یې وویل چې سبا به عملیات کیږي. چې بیرته ورغلو، امنیتي کسانو ونیولو."

هغې زیاته کړه: "زموږ درې کوټې د کور له سامانونو ډکې وې، خو نه یو توانېدلي چې یو شی مو له ځان سره راوړو. د کور مالک ته مو ۵۰ میلیونه تومان ضمانت ورکړي وو" هغه او د ډاکټر ۱۲۰۰ ډالر راڅخه پاتې شول.

فضیله او خاوند یې وايي چې اوس خپل پلرني تخار ولایت ته د تللو لپاره پیسې نلري.

راستنېدونکي افغانان په اسلام قلعه کې د افغان چارواکو او د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او ایم) د استازو لخوا راجستر کیږي او هرې کورنۍ ته د سړي سر ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کیږي هغه کډوال چې یوازې وي، څه نه ترلاسه کوي.
راستنېدونکي افغانان په اسلام قلعه کې د افغان چارواکو او د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او ایم) د استازو لخوا راجستر کیږي او هرې کورنۍ ته د سړي سر ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کیږي هغه کډوال چې یوازې وي، څه نه ترلاسه کوي.

مزدورکار ‍۲۹ کلن عبدالبصیر وايي پاسپورټ او د ایران ویزه ورسره وه، خو بیا هم په کار کې ونیول شو او وشړل شو.

هغه وویل: "له پاسپورټ سره مې [د کرج] په پوځي اډه کې ۱۰ ورځې تیرې کړې. کوم حکومت دا کار کوي؟" وايي، لاسونه او پښې یې ور وتړلې او یو بس ته یې پورته کړ چې ۷۰ یا ۸۰ نور کسان هم پکې ولاړ وو او بیا یې په پوځي اډه کې دومره وواهه چې له حرکت څخه ولوېد.

عبدالبصیر په لوږه او تنده کې "د خلکو د لاسونو او پښو د ماتېدو، بې هوښه کېدو او حتا وژل کېدو" کېسې کوي.

هغه وايي، په پوځي اډه کې "سپین ږیرې او سپین سرې افغانان او ماشومان هم وو" چې ځینې یې وړل شوي او بیا ندي لیدل شوي. هغه ادعا کوي چې ایراني محافظینو د افغانانو پاسپورټونه او په ایران کې د اوسېدو د اجازې سندونه څېرلي دي.

افغانستان ته ستانه شوي کډوال وايي په ایران کې له افغانانو سره کینه زیاته شوې او کډوال د بې کارۍ او ناامنیو د زیاتېدو او نرخونو د لوړېدو لامل ګڼل کیږي.
افغانستان ته ستانه شوي کډوال وايي په ایران کې له افغانانو سره کینه زیاته شوې او کډوال د بې کارۍ او ناامنیو د زیاتېدو او نرخونو د لوړېدو لامل ګڼل کیږي.

عبدالبصیر وايي، په هرات کې یې د پاسپورټ په جوړولو ۳۴۰ ډالر لګولي وو، له پاسپورټ پرته افغانستان ته شړل شوی دی، او "اوس په بس کې کور ته د تللو پیسې نلرم."

په اسلام قلعه کې د کډوالو د چارو مسئول قاضي‌‌زاده وايي ۷۰ سلنه کډوال له ایراني اسنادو پرته ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ پر تهران غږ وکړ چې له افغان کډوالو سره په چلند کې له نرمۍ کار واخلي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره اونۍ په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې تهران په "ابرومندانه توګه" غیرقانوني کډوال خپل هېواد ته ستنوي.

په تیرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د جګړو او بې روزګارۍ له کبله شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانان ایران ته کډه شوي دي.

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال
له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال

د ایران د ملي امنیت د پارلماني کمیټې ویاند ابراهیم رضايي ددې میاشتې په پیل کې وویل چې پولیس پلان لري چې "په نږدې راتلونکي کې دوه میلیونه غیرقانوني اتباع اخراج کړي." د ایرانا خبري اژانس په اساس، په ایران کې ۹۰ سلنه بهرني اتباع هغه افغانان دي چې د کډوالۍ قانوني اسناد نلري.

په ګاونډوي پاکستان کې هم تیر سپتمبر د کډوالۍ د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د شړلو بهیر پیل شو چې له هغه هېواد څخه تراوسه شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان وطن ته ستانه شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو معلومات له مخې، په ایران کې د نانوایانو مخې ته داسې خبرپاڼې ځوړندې شوي چې پر بهرنیو اتباعو د ډوډۍ پلورل منع کوي او له دې امر څخه سرغړونکي څارنوالۍ ته ورپېژندل کیږي.

فضیله قادري دا خبره تائیدوي او وايي، د دوو میاشتو راهیسې نه وه تاونېدلې چې ډوډۍ وپیري، "هغوی افغانانو ته له سپي هم په ټیټه سترګه ګوري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG