د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له 'افغانستان سره سرحد کې دیوال جوړ' کړی


له افغانستان سره په سرحد کې د ایران یوه چاوڼۍ
له افغانستان سره په سرحد کې د ایران یوه چاوڼۍ

د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۳ (تلې دوهمه) راپور ورکړ چې ایران د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره په خپل ختیځ سرحد کې لس کیلو متره (شپږ میله) دیوال جوړ کړی دی.

د ایران د اسنا خبري اژانس د دغه هېواد د پلیو ځواکونو د مرستیال قومندان جنرال نوذر نعمتي له خولې لیکلي دي چې «په سرحد کې څه باندې لس کیلو متره دیوال جوړ شوی او په نورو۵۰ کیلو مترونو کې به هم دیوال» ودرو.

جنرال نعمتي ویلي دي: «د سرحد په بندولو سره موږ د هېواد دخولي او خروجي دروازې کنترولوو او د سرحدي سیمو امنیت ښه کوو.»

ایراني مقامات وايي دا هغه مهمې سیمې دي چې له افغانستان څخه پرې خلک په ناقانونه توګه اوړي.

ایران له افغانستان سره څه باندې ۹۰۰ کیلو میتر سرحد لري او د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.

په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ایران ته د افغانانو تلل زیات شوي دي. د ایران حکومت په رسمي ډول په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر نه دی څرګند کړی، خو ایراني رسنیو د دغه هېواد د پارلمان د یو غړي ابوالفضل ترابي د اټکل په اساس لیکلي چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر د «شپږو او اوه میلیون ترمنځ» دی.

په دې وروستیو کې ایراني مقاماتو د ناقانونه کډوالو په ضد یو لړ اقدامات کړي او اعلان کوي چې هغوی به شړي. د سپتمبر په میاشت کې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وویل چې د کډوالو د مخنیوي لپاره به د دیوال جوړولو تر څنګ په سرحد کې اغزن تارونه لګوي او همدغه راز کندې باسي او اوبه په کې خوشي کوي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې ویاند ابراهیم رضايي ویلي دي «پولیس پلان لري چې ژر به دوه میلیون ناقانونه اتباع وشړي».

د ایران دولتي اژانس ارنا وايي چې په ایران کې «د بهرنیو اتباعو ۹۰ سلنه یې افغانان دي او اکثریت یې له پېژندپاڼو پرته داخل» شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر څو ورځې مخکې د اسلامي یوالي په کنفرانس کې وویل چې اسلامي هېوادونه هم باید د اروپا په څېر ازاد سرحدونه ولري او خلک یې ازاد تګ راتګ وکړای شي.

هغه ویلي وو: «اروپایانو د خپلو ټولو ستونزو سره سره سرحدونه ونړول، پېسې یې یوه کړې، ارام تګ راتګ کوي، خو موږ دیوال جوړو، د یو بل مخه نیسو او کله ناکله یو بل وژنو...»

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا هم ویلي دي «حکومت یې پلان لري چې په ښه شکل سره ناقانونه اتباع خپلو هېوادونو ته ستانه» کړي.

د ایران د احصایې د مرکز د شمېرو په اساس د ۲۰۲۳ کال تر مارچ پورې په ایران کې ۲.۷ میلیون افغانان اوسېږي او د اوسېدو قانوني اسناد لري او دا په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو ۹۷ سلنه جوړوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG