د لاس رسي وړ اتصالات

روژه د اعتیاد پرېښودلو لپاره طلایي فرصت دی


په نشه یي توکو روږدي کسان پوهیږي چې نشه کول یې د مادي او معنوي اړخونو څومره ځپي خو له دې سره بیا هم د نشې پرېښودل ورته سخت کار ښکاري.

ډاکټران بیا وايي چې روژه یو طلايي موقع ده چې روږدي کسان یې په اوږدو کې نشه په بشپړه توګه پرېږدي.

د کابل د معتادینو روغتون پخوانی مشر ډاکټر سلیمان طارق امریکا غږ ته وویل کله چې روږدی کس د روژې په میاشت کې د ورځې له خوا نشه نه کوي، د شپې له خوا دې هم همدا کار وکړي:

"د نشې پرېښودلو ته اساسي شرط د نشې پرېښودلو په اړه ټینګه پریکړه ده. که روږدی کس دا پرېکړه وکړه نو د روژې میاشت ورته یو طلايي فرصت دی چې ځان له نشې خلاص کړي. د روژې میاشتې ۳۰ ورځې د نشې پرېښودلو ته کافی وخت دی."

افغانستان کې سګريټ، نصوار، چرس، هیرویین او نور نشه یي توکي په ټیڼه بیه خرڅیږي حال دا چې په نورو هېوادونو کې دغه مواد په ګرانه بیه برابریږي.
افغانستان کې سګريټ، نصوار، چرس، هیرویین او نور نشه یي توکي په ټیڼه بیه خرڅیږي حال دا چې په نورو هېوادونو کې دغه مواد په ګرانه بیه برابریږي.

هغه زیاته کړه روږدي کسان چې نوی اعتیاد پرېښودلو ته مخه کوي ځان ته تلقین ورکوي چې که نشه ونکړي ښايي ورته بېلابېل صحي ستونزې جوړې شي خو دا رواني تحریکونه دي او په فزیکي بڼه دومره جدي نه دي.

د کورنۍ مرسته هم یو له هغه عاملونو ده چې د ډاکټر طارق په وینا روږدي کس سره باید وشي. هغه وايي کورنۍ باید له روږدي کس سره به مادي او معنوي ډول مرسته وکړي یعنې هغه سره سم چلند وکړي، له دې لپاره چې دی نشه کوي ورته ناسمې خبرې ونکړي او همداسې نور.

افغانستان کې سګريټ، نصوار، چرس، هیرویین او نور نشه یي توکي په ټیته بیه خرڅیږي حال دا چې په نورو هېوادونو کې دغه مواد په ګرانه بیه برابریږي.

د رپوټونو پر اساس، له درېو میلیونو نه ډېرو افغانانو پر نشو روږدي دي چې یو میلیون یې ماشومان او ۷ سلنه یې میرمنې دي.

په روږدو کسانو کې بیا ۱۱ سلنه پر اپینو، مورفینو او هیرئینو روږدي دي.

ویل کیږي چې پر نشو د روږدو کسانو زیاته برخه ځوانان دي.

هېواد کې روانه نا امني، بېکاري او نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی هغه لاملونه دي، چې د روږدو کسانو په شمیر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

XS
SM
MD
LG