د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغان حکومت ۱۳زره بندیان خوشې کړي


افغان حکومت د نورو تر څنګ شاوخوا ۲۰۰۰ طالبان هم خوشې کړي‌دي
افغان حکومت د نورو تر څنګ شاوخوا ۲۰۰۰ طالبان هم خوشې کړي‌دي

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي چې په محابسو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر اوسه له ۱۳ زرو څخه زیات بندیان آزاد شوي دي.

د دغې ادارې ویاند فرهاد بایاني د سې‌شنبې په ورځ د مې په ۲۶مه (غبرګولي شپږمه) امریکا غږ ته وویل چې په خوشې شویو بندیانو کې شاوخوا زر تنه ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني په زندانونو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره او دغه راز د کوچني اختر او د غويي اتمې په مناسبت د لسګونو زرو بندیان د خوشې کولو جلا فرمانونه صادر کړي دي.

د دغو فرمانونو په اساس ټاکل شوې څه باندې ۲۲زره بندیان چې د جنايي جرمونو له کبله په محابسو کې زنداني دي خوشې شي.

د افغانستان د محابسو د تنظیم د چارو ادارې د معلوماتو په اساس د بندیانو د خوشې کولو دا بهیر دوام لري او په راتلونکو ورځو کې به نور زندانیان هم خوشې شي.

د افغانستان په زندانونو کې څه باندې څلوېښت زره بندیان ساتل کېدل او د روغتیا وزارت د وړاندیز په اساس چې په زندانونو کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره باید د ګڼې ګوڼې کچه راټیټه شي، د جمهور رئیس غني د دغو دوو فرمانونو په تطبیق سره به په زندانونو کې د بندیانو شمېر شاوخوا اتلس زرو ته راټيټ شي.

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویلي چې په زندانونو کې د اتلس زره بندیانو لپاره د کروناویروس څخه د ژغورنې روغتیايي تدابیر نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG