د لاس رسي وړ اتصالات

دنیا غزل وايي د طالبانو په راتګ یې هنري ژوند ویجاړ شوی


دنیا غزل، افغانه سندرغاړې
دنیا غزل، افغانه سندرغاړې

مشهوره افغانه سندرغاړې دنیا غزل چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې یې وطن پرېښی، وايي هنري ژوند یې ځپل شوی او پدې هیله ده چې یوه ورځ بیرته خپل هېواد ته ستنه شي.

دا ۲۷ کلنه سندرغاړې چې د خپلې کشرې خور مهر ماه غزل سره د "نازي جان خواهرکم" سندرې په ویلو يې شهرت موندلی، دا مهال په اسلام اباد کې ژوند کوي.

دنیا غزل درې کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو ورځ یادوي او وايي: "زما د وجود وېښته پاڅېږي او یو داسې پېښه وه چې زموږ په روان ناسته ده او نه مو هېرېږي. زه یوه مشهوره سندرغاړې وم... ما تجربه کړه چې زه له اسمانه ځمکې ته راوغورځېدم."

هغه زیاتوي: "زما اوس دنده نشته. مخکې زما دنده وه زه مشهوره وم. خو بیا تر کوره شوم او ډېر ژور خپګان سره مخ شوم ان دا چې د ځان وژنې فکر مې کاوه."

د بلخ ولایت دنیا غزل په جمهوري نظام کې ٦٠ سندرې ثبت کړي. وايي هاغه مهال دومره غوښتنې وې چې ځان ته به يې وخت نه درلود خو د طالبانو له واکمنۍ سره يې اوس هيڅ څوک پوښتنه نکوي.
د بلخ ولایت دنیا غزل په جمهوري نظام کې ٦٠ سندرې ثبت کړي. وايي هاغه مهال دومره غوښتنې وې چې ځان ته به يې وخت نه درلود خو د طالبانو له واکمنۍ سره يې اوس هيڅ څوک پوښتنه نکوي.

دنیا غزل وايي په خپل هنري ژوند کې تر لوړو پوړونو رسېدلې وه خو د طالبانو واکمنېدو یې هنري سفر ته د پای ټکی ایښی دی.

هغې امریکا غږ ته وویل: "په ما دومره ګڼه ګوڼه وه چې نوبت راته نه رسېده، زما ژوند ډېر مصروفه و، بیلابیلو ټلویزیونونو زنګ واهه ان دا چې ما به کله کله موبایل بندوو، ځکه ډېري غوښتنې کیدې. ما دوبۍ کې کنسرټونه درلودل ما هندوستان کې کنسرټونه درلودل خو اوس هيڅ هم نشته."

وايي تر اتم ټولګي یې زده کړه کړې او په افغانستان کې د انجونو پر تعلیم بندیز ته ځورېږي. "هغه ورځ چې ما ولیدله، یوه نجلۍ د ښوونځي دباندې ژاړي او ورته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. ما ډیر وژړل چې موږ حتٰی زده کړه هم نشو کولای. لکه څنګه چې زه له زده‌کړو پاتې یم د کډوالۍ له کبله نو اوس به نورې نجونې هم داسې پاتې شي."

دنیا غزل که څه هم د یو شمیر نورو افغانانو په څېر په دې تکل په پاکستان کې ژوند کوي چې په کوم دریم هېواد کې یې د کډوالۍ غوښتنه ومنل شي، خو وايي که د طالبانو نظام له منځه ځي، نو تر هر بل هېواد لومړیتوب په افغانستان کې اوسېدو ته ورکوي.

هغه وايي: "د دومره وخت راهیسې چې پاکستان کې یم زه خوښه نه يم که څه هم راته سرپناه شته، خو زه وایم که نن هم د طالبانو واک له منځه ځي نو زه خپل هېواد ته تلل غواړم."

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG