د لاس رسي وړ اتصالات

ولي جنرال دوستم امریکا ته رانغی؟


نیویارک ټایمز وايي شاید د دغه کار علت په جنګي جرمونو د جنرال دوستم تورنېدل وبلل شي
نیویارک ټایمز وايي شاید د دغه کار علت په جنګي جرمونو د جنرال دوستم تورنېدل وبلل شي

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دفتر د نیویارک ټایمز هغه راپور په کلکه رد کړ، چې وايي د امریکا سفارت ښاغلي دوستم ته د ویزې له ورکولو ډډه کړې. ټاکل شوې وه، چې هغه نیویارک او واشنګټن ته لاړ شي.

نیویارک ټایمز د ځینو افغان چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي اخیستي لیکلي دي، چې امریکایي چارواکي د همدې میاشتې په سر کې د وستم ته د ویزې ورکولو او نه ورکولو په برخه کې له یو غیرعادي حالت سره مخامخ شول، چې بیا دا خبره افغان حکومت ته ورسېده او حکومت هم ژر تر ژره دا سفر لغوه کړ.

نیویارک ټایمز وايي شاید د دغه کار علت په جنګي جرمونو د جنرال دوستم تورنېدل وبلل شي.

د ښاغلي دوستم دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نیویارک ټایمز دا راپور" بي اساس او غرضي " بللی او وايي "دا سفر کېده، خو د اقچه او کندز نا امنیو لغوه کړ." ښاغلی دوستم په دغو سیمو کې د طالبانو پر ضد جنګ ته تللی و.

په خپله ښاغلي دوستم تېره اونۍ د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په مرکې کې وویل " که حالت اجازه راکړي، شخصآ غواړم ژر تر ژره دا سفر وکړم".

په همدې حال کې دوه اونۍ مخکې د افغانستان د نشه یي توکو پر ضد وزیر سلامت عظیمي د ملګرو ملتونو په یوې غونډې کې د جنرال دوستم لیکل شوې وینا واوروله.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فردي محرمیت د اصولو له مخې، دوستم ته د ویزې نه ورکولو په اړه معلومات ورنکړل، خو ښاغلی دوستم له ډېر وخت نه د امریکايي چارواکو په منځ کې د "یو بې مثاله جنګسالار" په توګه پېژندل کیږي.

د عبدالرشید دوستم مطبوعاتي سلاکار شهباز ایرج هم د امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې دا راپور رد کړ او زیاته یې کړه، چې ښاغلی دوستم په کابل کې د امریکا له سفیر سره هم لیدلي، خو د دغه ملاقات په اړه یې معلومات ورنکړل.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG