د لاس رسي وړ اتصالات

ډیورنډ کرښې ته نژدې د طالبانو برید کې څلور پولیس وژل شوي


د ډیورنډ کرښې ته نږدې تیره شپه د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د وسله والو په بریدونو کې څلور افغان پوليس وژل او شپږ نور ژوبل دي.

برید د سپین بولدک او – ښورابک ولسوالیو ترمنځ د لويې لارې پر سر د پوليسو پر پوستو شوی دی.

د کندهار د امنیې قومندان تادین خان امریکا غږ ته وویل چې برید (وري میاشتې شوی دی. د پېښي سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي او وسله وال تر برید وروسته له سیمي پر شا شوي دي.

پېښه دقیقاً د سرو څاهانو په سیمه کې رامنځته شوې چې د امنیتي مقاماتو په وینا وسله والو تر برید وروسته د ډیورنډ کرښي پاکستاني لور ته اوښتي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي د پېښي په اړه اشنا راډیو ته وويل چې د نورو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته به رسنیو سره نور جزیات شریک کړي.

بلي خواته افغان ګډو ځواکونو د کندهار – اروزګان ترمنځ د لويې لاري د خلاصون په موخه نظامي عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د وژل کیدو ادعا کوي.

د کندهار پوليس مقامات وايي، چې د یادي لارې اوږدو کې امنیتي ګواښونه له‌منځه تللي او د راتلونکې امنیت لپاره يې نوي امنیتي پوستې ځای پر ځای کیږي.

د کندهار امنیه قومندان په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې زیاته کړې چې امنیتي قواوو د کندهار – اروزګان د لويې لاري امنیت ته نوی پلان چمتو کړی.

وسله والو طالبانو د کندهار – اروزګان د لويې لاري په اړه کومه تبصره نده کړې خو د ښورابک ولسوالۍ د پېښي مسئولیت يې په غاړه اخیستی او حکومتي سرتیرو ته يې د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG