د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال نژدې ۵۰۰زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي ـ بلخي


افغانستان ته راګرځېدونکي کډوال
افغانستان ته راګرځېدونکي کډوال

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله ۴ لکه او ۹۹زره افغان کډوال بېرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین علمي بلخي نن چهارشنبه د «لېندۍ پر۲۷مه» د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت کنفرانس ته وویل، چې د یادو کډوالو زیاته برخه له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:"له ټولو هیوادونو څخه څلور لکه او ۹۹زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، د راغلو کډوالو ۴ لکه او ۶۲زره یې له ایران او پاکستان څخه دي او پاتې له نورو هیوادونو څخه راغلي دي."

د کډوالو او ستنېدونکو چارو د وزیر د معلوماتو په اساس روان کال له اروپایي هیوادونو څخه هم ۳۶۵ تنه افغان کډوال په داوطلب او ۹۶۷ نور په زور سره افغانستان ته استول شوي دي.

  • کورني بېځایه شوي افغانان

ښاغلي بلخي همدارنګه زیاته کړه، چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د جګړو او نورو ستونزو له امله ۶لکه ۳زره او ۷۱ افغانان له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي، چې د نوموړي په وینا که ورته پاملرنه ونشي "له هیواد څخه بهر کډوالۍ ته به مخه کړي".

هغه وویل:"د داخلي بېځایه شوو په اړه پروګرامونه تر لاس لاندې لرو، یو له هغو څخه د کډوالو ځای پر ځای کول دي، چې په هرات کې د کماالدین بهزاد په کمپ کې تجربه کوو،بل پروګرام خپلو اصلي سیمو ته د کډوالو بېرته ستنول دي، چې په روان کال کې ۲لکه ۱۸زره او ۶۰۲ تنه خپلو سیمو کې ځای پر ځای شي دي."

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړه، چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۹۵زره اړمنې کورنۍ پيژندل شوي، چې ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل، چې ټاکل شوې د ۵۰زره اړو کورنیو سره د نړیوالو موسیسو او ۱۲ زره نورو کورنیو سره د افغان حکومت د بودیجې لخوا مرسته وشي. خو پاتې څه کم ۲۸زره نورې کورنۍ د بودیجې د نشتوالې له امله له ژمنیو مرستو څخه پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پخپل راپور کې وویل، چې راتلونکی ۲۰۲۰ میلادي کال ۹.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG