د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د لسګونو کورنیو او بهرنیو وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د بریدونو پرمهال ۲۵ وسله والو طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن سې شنبې جولای ۲۱ (چنګاښ۳۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان ځواکونو تیره شپه په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو مخه نیولې ده.

پر همدې مهال د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکو هم ویلي چې تیره شپه د دغه ولایت په تخته پل او ارغستان ولسوالیو کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې۴۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل چې په وژل شوو وسله والو کې پاکستاني اتباع هم شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د وژل شويو پاکستاني اتباعو شناخته کارډونه او اسناد هم د امنیتي قواو لاسته ورغلي دي.

ده وويل: "تيره شپه دوې بجې د تخته پل ولسوالۍ د ملاحد غره پر امنيتي مرکز وسله والو لوی برید وکړ چې قواو پرې برید وکړ ۲۵ تنه یې وژل شوي او دا کسان ټول پاکستاني اتباع دي چې اسناد یې هم له جسدونو سره زموږ لاسته راغلي دي."

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان هم د یادو نښتو په اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:

تخته پل ولسوالي د کندهار هوايي ډګر ته نژدې پرته ده چې دا پر وسله والو طالبانو د حکومتي قواوو تر ټولو لويه حمله بلل کيږي.

بلخوا د تخته ولسوالۍ په ګاونډ د ارغستان ولسوالۍ په توغړه سيمه کې د جګړې په ترڅ کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي.

د کندهار د پوليسو وياند په دې اړه امریکا غږ ته وويل چې :"وسله والو غوښتل له يوې سيمې څخه بلې ته تېر شي چي امنيتي ځواکونو د مخکنيو معلوماتو له مخې ورته کمين نيولی وو او ۱۵ تنه وسله وال تر نن سهار پور جګړه کې وژل شوي او د پوليسو ۸ تنه سرتيري هم ټپيان شوي."

د ارغستان او تخته پل ولسوالۍ د ډيورنډ فرضي کرښې ته نژدې پرتې ولسوالۍ دي چې پدې وروستيو کې د وسله والو طالبانو حضور پکښي زيات شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG