د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ۱۶طالبان او غور کې ۷ پولیس وژل شوي ـ چارواکي


خپله وسله والو طالبانو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.
خپله وسله والو طالبانو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، نښته تیره شپه د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ډنډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې رامنځته شوې.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن شنبه (غبرګولې۲۴) امریکا غږ اشنا ته وویل چې تيره شپه ناوخته په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په عمارت سیمه کې د پوليسو پر مرکزونو د سقوط په موخه ډله ییز بریدونه پيل کړه چې جګړې تر نن سهار پوري دوام در لود.

هغه زیاته کړه چې په دې جګړه کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

بارکزي وويل:"د ډنډ ولسوالۍ د عمارت په سیمه کې وسله والو پر پولیسو حمله کړي چي پولیسو مقامت کړی، شپاړس طالب وسله وال یې وژلي او یوولس نور یې مرګوني ټپیان کړي دي چي پاته یې په تیښته بریالي شوي دي."

دا په یاده ولسوالي کې د وسله والو او حکومتي قواوو ترمنځ د جګړې تر ټولو لویه پېښه ده چې رامنځته کيږي.

بلخوا یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې د عمارت د سیمې د تیري شپې په جګړه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه هم شوي او ډيره مرګ ژوبله وسله والو ته په یادو بریدونو کې اوښتې ده.

سرچیني زیاته کړه چې په یاده نښته کې ۶ پوليسو ته هم مرګز ژوبله اوښتې خو د وژل شویو او ټپي سرتیريو شمېره يې په ډاګه نه کړه.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

ډنډ ولسوالي د کندهار تر ټولو امن ولسوالي ده چې ګڼي برخي يې اوس د ښاروالۍ له لوري په کندهار ښار ګډي شوي دي.

دغه راز د کندهار هوايي ډګر چي په جنوب کې د افغان او نړیوالو قواوو تر ټولو ستر مرکز دی هم لویه برخه په ډنډ ولسوالي کې پرته ده.

  • غور کې اووه افغان پولیس وژل شوي

د غور امنیتي چارواکي وایي، د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې اووه افغان پولیس وژل شوي دي.

د پسابند ولسوالۍ امنیه قوماندان فخرالدین ضیايي نن شنبه جون۱۳(غبرګولې۲۴) امریکا غږ ته وویل چې دغه نښته تیره شپه د یاد ولسوالۍ په په «ابک» سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستو د طالبانو د برید پرمهال رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې طالبانو یو پولیس ټپي کړی او یو بل یې له ځان سره ژوندی بېولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د غور، هلمند او فراه طالبان په ګډه هڅې پيل کړي چې دغه ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

د غور امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو تر یاد برید وروسته د پولیسو پوځي تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

د غور د والي ویاند عارف عابر هم د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وویل هڅې روانې دي چې سیمې ته تازه دمه سرتیري ولېږل شي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG