د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او کندز کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي ـ دفاع وزارت


افغان ملي اردو
افغان ملي اردو

افغان امنیتي چارواکي وايي، د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ پر مرکز يې د وسله والو طالبانو لویه حمله پر شا تمبولې او ۱۲ وسله وال برید کوونکي وژل شوي دي.

په کندهار کې د افعان ځانګړو ځواکونو د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال عبدالصمد حکیمي نن یکشنبه مارچ ۲۲ (وري ۳مه) امریکا غږ ته وويل چې د خاکرېز ولسوالۍ د مرکز د امنیتي کمربند پر قرارګاه وسله والو نن سهار وختي لویه حمله وکړه چې د افغان ځواکونو له لوري وځپل شوه.

هغه زیاته کړه چې افغان ځانګړو ځواکونو په سیمه کې له وړاندې چمتو والی درلود" په دغه جګړه کې ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۲ يې وژل شوي او برید يې پر شاه تمبول شوی."

دغه راز د کندهار په ګاونډ کې د زابل په مرکز کلات کې هم ځانګړو ځواکونو تېره شپه عملیات کړي چې په ترڅ کې يې د چارواکو په وینا ۶ وسله وال وژل شوي او ۵ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

د زابل والي رحمت الله یارمل امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي او نیول شوي کسان د ترنک د سیمې د پېښې عاملین دي.

نوموړي زیاته کړه چې: "زموږ د وژل شویو سرتیرو د غچ اخیستلو په عملیاتو کې پنځه تنه هغه وسله وال چې زموږ د سرتیرو جسدونو ته يې اور اچولی وو ژوندي نیول شوي."

دوې ورځې وړاندې د ترنک په سیمه کې د پوليسو او ملي اوردو پر ګډ مرکز د وسله والو طالبانو په برید او نفوذي حمله کې ۲۵ تنه سرتیري وژل شوي وو.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار او زابل د وروستیو پېښو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل چې په کندز ولایت کې هم ۲۷ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې طالبانو تېره شپه د دشت ارچي او خان ولسوالیو پر ځینو سیمو حملې وکړې چې پر امام صاحب ولسوالۍ یې هم د پراخ برید پلان درلود.

امان وايي افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې وو چې د قاري حافظ په نوم د طالبانو یو قوماندان هم ووژل شو.

طالبان بیا وايي، د کندز په دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG