د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ارزګان کې شپږ پولیس وژلي ـ چارواکي


په ارزګان ولايت کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د پوليسو يوه مرکز سقوط کړی او شپږ پوليس پکښي وژل شوي دي.

د ارزګان د والي وياند زړګي عبادي نن چهارشنبه مارچ ۴ (کب ۱۴) امریکا غږ ته وويل چې لس ګونو وسله والو تېره شپه د ترينکوټ د «نچوړ» د پوليسو پر مرکز بريدونه پيل کړه چې جګړې تر نن سهار پوري دوام در لود.

هغه ویلي که څه هم د پوليسو مرکز د لنډ وخت لپاره سقوط کړی و، خو د کمکي سرتېریو په رسېدو سره یې مرکز له طالبانو بیرته نیولی دی.

ښاغلي عبادي زیاته کړه: "په جګړه کې شپږ پوليس وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي دغه زار پوستې ته زموږ ګډ ځواکونه رسيدلي او دغه مرکز يې بيرته تر خپلې ولکې لاندې را وستی."

دغه راز چارواکي ادعا کوي چې په پېښه کې اته وسله وال بريد کوونکي هم وژل شوي او څلور يې ټپيان دي.

د یادونې وړده چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو د سولې تر هوکړې او تاوتریخوالي مودې تر پای ته رسېدو وروسته طالبانو په ځینو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تېره ورځ د کندهار چارواکو ویلي و چې طالبانو د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې بریدونه کړي دي.

همدارنګه له کندز څخه راپورونه وايي چې هلته هم تېره شپه د طالبانو په بریدونو کې ۱۶ ملي اردو او څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما، اروپايي ټولنې او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر د تاوتریخوالي کمېدو پر پاتې کېدو باندې ټینګار کړی دی.

طالبانو تر دا مهاله په ارزګان او کندز کې د تېرې شپې بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG