د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو ته د پاکستان د اعلان شویو تحصیلي بورسونو ازموینه په ډسمبر کې ده


د پاکستان لوړو زده کړو کمیسیون په خپلو تعلیمي ادارو کې د افغانستان د زده کوونکو لپاره په داسې حال کې د ۴۵۰۰ بورسونو اعلان کړی چې د اسلام اباد لنډمهالي حکومت له دغه هېواد څخه د ۱.۴ میلیون بې اسناده افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی دی.

دغه پاکسناتي بورسونه د طب، انجینرۍ، زراعت، بیولوژي، ساینس، ټولنیز ساینس، کمپویټر ساینس او منېجمنټ ساینس د څانګو لپاره دي چې د روانې نومبر میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې ورته نوملیکنه کېږي.

د دې بورسونو د ترلاسه کولو لپاره ازموینې به په راتلونکې ډسمبر میاشت کې واخیستل شي.

په افغانستان کې د جمهوریت تر نسکورېدو او واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په نوره نړۍ کې د افغان زده کوونکو د بورسونو بهیر تر ډېره په ټپه درېدلی دی، او خپله په دغه هېواد کې دننه نجونې له زده کړو هم محرومې شوې دي.

عنایت الله مومند چې دا مهال د خیبر پښتونخوا په خیبر طب کالج کې د دویم کال محصل دی او په پاکستان کې د لوړو زده کړو کمیسیون لاندې د افغان زده کوونکو عمومي استازی دی، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته په پاکستان کې د افغان زده کوونکو د بورسونو پروسه درول شوې وه، خو د افغان زده کوونکو سازمان د دې لپاره منډې ترړې ووهلې، اوس دا دی د بوروسونو بهیر بیا پیل شو. دا به له هغه افغان نجونو سره ډېره مرسته وکړي چې دا مهال یې تعلیمي سلسله درېدلې ده."

عنایت الله مومند وايي، د دې بورسونو لپاره ټاکلی عمر له ۱۷ څخه تر ۲۳ کلنو پورې دی، او له دې څخه به په افغانستان کې هغه نجونو ډېرې محرومېږي چې پر لوړو زده کړو د بندیز له کبله پر کور ناستې دي، د نوموړي په وینا چې په دوی کې د ډېرو عمرونه تر ۲۳ کلنۍ بره شوي دي.

دی زیاتوي: "دغه نجونه چې عمرونه یې لوړ دي، زموږ د ټولنې استازو د پاکستان لوړو زده کړو کمیسیون سره خبرې روانې دي، چې له دغه نجونو سره چې عمرونه یې زیات دي، رعایت وکړي. ځکه چې ډېری جینکۍ د ننګرهار، کابل او د بلخ طب پوهنتونونو محاصلې وې، چې دا مهال له تعلیمه بې برخې دي."

عنایت الله مومند زیاتوي چې د پاکستان لوړو زده کړو کمیسیون ته یې دا هم ویلي دي چې د افغانستان لپاره په بورسونو کې دې د نجونو فیصدي ډېره کړي، هغه ځکه چې هلکان خو بیا هم د زده کړو فرصت ترلاسه کولی شي خو د نجونو لپاره دا ډول فرصتونه ګرانه ترلاسه کیدای شي.

د کابل رنګینه احمدزۍ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل:"دا یو ښه فرصت دی چې لوړې زده کړې وکړو، دلته خو نجونه لوړو زده کړو ته نه پرېښودل کېږي. له دې لارې به نجونه د خپلې خوښې فاکلتو کې زده کړې وکړي، بیرته به راشي او د خپلو هېوادوالو خدمت به وکړی."

د ننګرهار زبیده سید چې دا مهال په پېښور کې اوسېږي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې دولسم ټولګی لوستی دی او دا دوه کاله یې ضایعه شوي ول: "دلته مې داخله نه کېدله، ویل ستا د اسنادو موده لا نه ده پوره، بیا یې راته ویل چې پاسپورټ جوړ کړه، اوس مې پاسپورټ جوړ کړی دی، اوس د پاکستان لوړو زده کړو کمیسیون دې سکالرشیپونو ته خوشاله یم، او زما په ګډون به په سلګونه نورې نجونې لوړې زده کړې وکړي."

د ننګرهار حلیمه شینوارې چې د علامه اقبال بورس له لارې په پاکستان کې زده کړې کوي، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د دې بورس اخیستونکو ته نه یوازې ښه تعلیمي فرصتونه ورکول کېږي بلکې د ویزو په اخیستو کې یې هم ستونزې نه وي.

بلخوا په دا وروسیتو کې په بورس فارغ شوی د ننګرهار ولایت شاهدالله مومند له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې اوس ورته لویه ستونزه د کار موندنه ده.

هغه وویل:"ما د پاکستان په بورس د هغه هېواد د سیند ایالت په مرکز کراچۍ کې له ډاو طب پوهنتون څخه ډاکټري کړې ده، خو دا دی نږدې اووه میاشتې کېږي چې کار نه لرم. زما ډېر ملګري چې طب یې ویلی دی، بېروزګاره دي."

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له واکمنېدو پس له دې هېواد څخه د نړیوال ایتلافي ځواکونو په ګډون ګڼې نورې بهرنۍ موسیسې ووتلې چې په دې سره د کار روزګار فرصتونه بېخي کم شول.

یاده دې وي چې د افغانستان زده کوونکي له لسیزو راهیسې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په بورسونو زده کړې کړې خو د دوی اکثریت یې بیا هېواد ته نه دي ستانه شوي، په دې اړه له امریکا غږ سره په خبرو کې د افغانستان د خوست شېرین محمد سیدي چې اوس په لندن کې میشت دی وویل چې وجه یې د امنیت نه شتون وو:

ښاغلي سیدي وویل:"ما د پخواني شوروي اتحاد د مسکو نړیوالو اړیکو دولتي پوهنتون کې ماسټري اخیستې، یوازې په اتیایمه لسیزه کې تر یو لک زیات افغان زده کوونکو په پخواني شوروي اتحاد او نوره نړۍ کې لوړې او مینځنۍ کچې زده کړې وکړې، خو په افغانستان کې امنیتي حالاتو زما په ګډون په لسګونه زره نور افغان کدرونو د خپل هېواد له خدمت څخه بې برخې کړل."

سیدي زیاته کړه چې په افغانستان کې په دا وروستیو کې د جمهوریت په دوو لسیزو کې هم زرګونه افغان پېغلو او زلمو په ګڼو هېوادونو کې لوړې زده کړې وکړې خو د طالبانو تر راتګ وروسته د هغوی له تجربوهم ګټه وانخیستل شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG