د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ نومبر اوله (لړم ۱۰) وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په راتلونکو ورځو کې له خپلو روسي او اوکرایني سیالانو سره له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو د تړون د بیا احیا په اړه خبرې وکړي.
مولود چاوش اوغلو خبریالانو ته وویل: "زموږ ولسمشر به په راتلونکو ورځو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي."
هغه زیاته کړه: "موږ باور لرو چې موږ به پدې ستونزه برلاسي شو... [د غلې دانې معامله] د هرچا په ګټه ده."
د روان کال د جولای په ٢٢مه (چنګاښ ٣١) روسيې او اوکراين د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړيتوب يو تړون لاسليک کړ چې د تورې بحيرې بندرونه بېرته پرانيزي، څو د اوکراين غلې دانې له هغه هېواده بهر صادرې شي او په دې توګه د خوراکي توکیو هغه بحران چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل وروسته رامنځته شوی، کم شي.
خو د روسيې د دفاع وزارت د اکټوبر په ۲۹مه (لړم اوومه) د کريميا ټاپووزمې له سواحلو څخه په تور سمندرګي کې پر روسي کښتيو د اوکراين د بې پيلوټه الوتکو د بريد له امله دغه تړون وځنډاوه. اوکراین په برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرش ته په یو لیک کې ، چې د رویټرز لخوا لیدل شوي، روسیې ویلي چې دا تړون به تر نامعلوم وخته وځنډوي ځکه چې دا د تړون لاندې سفر کولو ملکي کښتیو خوندیتوب تضمین کولو کې پاتې راغلی.
ټاکل شوې وه چې دغه قرارداد د نومبر په ۱۹ مه وغځول شي، تر څو د اوکراین څه دپاسه ۹.۷ میلیون ټنه غله بهر ته صادر شي، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د خوراکي توکو نړیوال بحران راکم شي.
ښاغلي اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل چې ترکیه به د روسیې له اعتراض سره سره د دې موافقې د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د غلو د صادراتو تعلیق یوه ورځ وروسته له هغه اعلان شو چې انتونیو ګوټریش له روسیې وغوښتل چې په خپله پریکړه له سره غور وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه تړون پر تمدید باندې په ټینګار سره ویلي دي چې له اوکراین څخه د صادراتو دوام به د نړۍ د خوراکي توکیو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.
په هرصورت، پرون په غنمو بار ۱۲ کښتۍ د اوکراین له بندرونو څخه د اروپا پر لور روانې شوې.
د غلې دانې د پروګرام د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو استازي امیر عبدالله ویلي، ملکي بار وړونکې بېړۍ هېڅکله پوځي هدف نه شي ګڼل کېدای او یا هم نشي کیدای چې یرغمل ونیول شي. هغه وویل چې د "خوراکي توکو لیږد باید جریان ولري".
خو روسیې نن خبرداری ورکړ چې د مسکو له حضور پرته د دغه تړون عملي کول به «خطرناک» وي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې لخوا د اوکرایین د غلو د صادراتو د تړون لغوه کول په "بشپړه توګه د شرم وړ" بللي او ویلي یې دي چې دا کار به په نړۍ کې لوږه زیاته کړي.
اوکراین په نړۍ کې د غنمو، جوارو او د لمرگلو تیلو یو له سترو صادرونکو هیوادونو څخه دی، خو د روسیې د یرغل او د اوکراین د بندرونو د بندیدو له امله له اوکراین څخه د صادراتو بهیر ټکنی شوی او ډیرو مخ پر ودې هیوادونو ته یې د خوراکي موادو رسول له ګواښ سره مخ کړي دي.