د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان مسکو ته خبرداری ورکړ


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ٢٩ مسکو ته خبرداری ورکړ چې په ادلیب کې د سوریې د حکومت په یرغل کې گډون ونکړي.

د چهارشنبې په ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو د روسي ځواکونو په هوایي ملاتړ د ادلیب ولایت یو مهم ښارگوټي ونیو. دې کار په انقره کې دا ویره پیدا کړې چې کیدای شي ترکیې ته د نویو مهاجرو د ورتګ یوه نوې لړۍ پیل شي.

ښاغلي اردوغان چې افریقا ته د یو درې ورځني سفر وروسته هیواد ته راستون شوی، مسکو یې د سوریې په اړه موافقې نه په سرغړونه ملامت کړی او ورته یې خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي اردوغان ویلي چې: "مونږ تر اوسه انتظار وو، خو سر له دې نیټې به مونږ خپل ځانگړی اقدام وکړو. دا خبرداری ندی، بلکه زمونږ تمه داده چې روسیه به (د سوریې) رژیم ته لازم خبرداری ورکړي".

د ترکیې جمهور رئیس استدلال کوي چې په ادلیب کې سوریې په دغو عملیاتو سره د تیر کال هغې موافقه چې روسیې پکې ددې ښار د ساتلو ژمنه کړې وه، ماته کړې ده.

د هغې موافقې له مخې چې تیر کال د ترکیې او روسیې ترمنځ وشوه، د سوریې د حکومت د مخالفو یاغیانو د کنترول په ساحه کې یو بې طرفه سیمه د ادلیب په ولایت کې جوړه شوې چې هلته روسي او ترکي ځواکونه د سوریې د رژیم د پلوي او مخالفو قواو ترمنځ د جگړو د مخنیوي لپاره گزمې کوي.

خو روسیې ویلي چې د دوی هوایي ځواکونو یواځې سخت دریځه او یاغیان په نښه کړي دي.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې هڅه کړې چې په ادلیب کې رامنځ ته شوی حالت کم اهمیته وگڼي او وایي چې: "روسیه په سوریه کې خپلو ژمنو ته متعهده ده."

په ترکیه کې د سوريې شاوخوا ٣.٥ میلیونه مهاجر ژوند کوي او لا هم د سوریې څخه د کډوالو ورتګ ورته دوام لري خو اوس یې خبرداری ورکړی چې د نورو مهاجرو د زغملو توان نلري.

XS
SM
MD
LG