د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا پارلمان ایرانۍ مهسا امیني ته د سخاروف جایزه ورکړه 


د اروپا پارلمان په بشري حقونو کې د سخاروف معتبره جایزه مهسا امیني ته ورکړه.
د اروپا پارلمان په بشري حقونو کې د سخاروف معتبره جایزه مهسا امیني ته ورکړه.

د اروپا پارلمان نن سه شنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) په بشري حقونو کې د سخاروف معتبره جایزه مهسا امیني ته ورکړه. مهسا امیني تېرکال د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

ټاکل شوې وه چې د مهسا امیني کورنۍ دا جایزه ترلاسه کړې وی خو د ایران حکومت د هغوی پاسپورټونه اخیستي او فرانسې ته یې نه دي پرېښي.

دوې ورځې مخکې د ایران د ښځو او بشري حقونو فعالې نرګس محمدي‌ ته د نوبل جایزه ورکړل شوه. نرګس محمدي د ۲۰۲۱ کال راهېسې په ایران کې زندانۍ ده. هغې ته اجازه ورنکړل شوه چې ولاړه شي او دا جایزه واخلي، خو زوی یې علي او لور کیانا د خپلې مور په نمایندګۍ دا جایزه ترلاسه کړه.

د ښځو په اړه د ایران حکومت د سختو پرېکړو او اقداماتو له کبله په دغه هېواد کې د ښځو اعتراضونه پیل شوي چې «ډوډۍ، کار او ژوند» یې شعارونه دي. ایرانۍ ښځو ته د دغو جایزو ورکول د هغوی د غورځنګ ملاتړ بلل کېږي.

د مهسا امیني مور په یو بیان کې ویلي‌ دي،‌ چې د ایران حکومت د ټولو بشري او حقوقي معیارونو برعکس، هغوی ته اجازه ورنکړه چې د جایز ترلاسه کولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

هغې د خپلې لور مبارزه ستایلې او ویلي‌ دي چې لور یې «له خپل ټاټوبي څخه په ایران او منځني ختیځ کې د ازادۍ هیله» وټوکوله. کردۍ ۲۲ کلنه مهسا امیني، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې د ایران د «ارشاد» پولیسو په توقیف کې مړه شوه. هغه یې د «بدحجابۍ» په تور نیولې وه.

د هغې له مړینې وروسته په ایران او له ایران څخه د باندې د دغه هېواد د رژیم په ضد د ښځو غورځنګ او اعتراضونه پیل شول.

د اروپايي پارلمانې مشرې روبیرتا میتسولا وویل چې د ایراني‌ چارواکو دا دول کړنې ښکاره کوي، چې ښځې په ایران کې له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

هغې وویل: «اجازه راکړئ دا خبره وکړم چې د عدالت،‌ ازادۍ او بشري حقونو لپاره د ایران د ښځو مبارزه به بنده نشي. د هغوی غږ نشي غلی کېدای،‌ هغوی دلته نشته، خو موجودیت یې محسوس کېږي.»

دوو ایراني ‌فعالانو افسون نجفي او مرسده شاهین کار د مهسا امیني په نمایندګۍ د هغې جایزه ترلاسه کړه.

مرسده شاهین کار وویل چې د «ایران اسلامي جمهوریت د ایران د خلکو استازی نه دی» او معترضان د «ایران د خلکو غږ» دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG