د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا د کرونا ناروغانو ته د 'ریمیدیسویر' درملو سپارښتنه تائید کړه


د اروپا د درملو ادارې د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د 'ریمیدیسویر' درملو د استفادې سپارښتنه وکړه چې د ویروس ضد یو ډول درمل دي.

دغه اداره وایي چې ریمیدیسویر لومړني درمل دي چې په اروپا کې د کووید۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره توصیه کیږي.

ویل کیږي چې دغه پریکړه وروستۍ نه ده او اروپایي کمیسیون هم باید هغه ومني. ټاکل شوې چې دغه کمیسیون په راتلونکو اونیو کې خپل تصمیم اعلان کړي.

تر اوسه لږ تر لږه د امریکا په متحده ایالاتو کې دوه څیړنو ښودلې چې د ریمیدیسویر تطبیق د کووید۱۹ ناروغانو د ناروغۍ شدت او د بستري کیدو موده راکموي.

د امریکا د درملو او غذایي موادو ادارې د مۍ د میاشتې په لومړیو کې د کووید۱۹ ناروغانو لپاره د 'ریمیدیسویر' بېړنۍ استفاده تائید کړه. د هغې په تعقیب څو اسیایي هیوادونو ددې جملې نه جاپان او جنوبي کوریا هم دغه درمل تائید کړل.

ریمیدیسویر، د ګیلاد درمل جوړولو شرکت له لورې د لومړي ځل لپاره د ایبولا ویروس د درملنې لپاره جوړ شول.

د اروپا د درملو د ادارې د انساني درملو کمیټې پوخ عمر لرونکو او د ۱۲ کالو پورته عمر لرونکو تنکیو ځوانانو ته چې په سینه بغل اخته وي او اکسیجن ته اږتیا لري د ریمیدیسویر درملو د مشروطې استفادې سپارښتنه کړې ده.

ویل کیږي چې دغه ارزونه د دوو څیړنو د معلوماتو په اساس شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو د ساري ناروغیو د څیړنو انستیتوت تمویل کړي و.

XS
SM
MD
LG