د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو له پروګرام سره څه باندې ۲۶ میلیون ډالر مرسته کړې


 خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله نور به افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې یو میلیون ښځو او د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه برابر نشي کړای.
خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله نور به افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې یو میلیون ښځو او د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه برابر نشي کړای.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې ددغه پروګرام سره د څه باندې ۲۶ میلیون امریکايي ډالرو مرسته کړې ده چې له مخې به یې دا پروګرام د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې یو میلیون اړمنو کسانو ته د نغدي مرستو په ګډون د خوړو مرستې برابرې کړي.

د خوړو نړیوال پرګرام د دوشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر نهم ( وږي ۱۹) په یوه خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې ددغې تازه مرستې هرکلی کړی او ویلي دي چې دا مرسته به دغه پروګرام ته ددې امکان په لاس ورکړي چې اړمنو افغانانو ته د خوړو او نغدو پیسو د برابرولو له لارې د هغوی ژوند وژغوري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "دا مرسته به همداشان امیدواره میندو او هغوی چې ماشومانو ته شیدې ورکوي او هم د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو ته د خوارځواکۍ پر وړاندې ځانګړو خواړو د برابرولو امکانات چمتو کړي. ددې سربیره به د خوړو نړیوال پروګرام د بشري هوايي خدمتونو پروګرام هم جارې وساتلی شي."

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې ددغې مرستې وروسته به دا پروګرام وکړای شي چې۶۰۰ زره کسانو ته خواړه او نغدې پیسې، ۲۵۰ زره امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو او هم ۱۴۰ زره د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو ته د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړي خواړه برابر کړي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیالې مونتینتا چیموکا ددغې نوې مرستې په اړه ویلي:" افغانستان کې د خوړو خوندیتوب یو څه لږ د ښه کیدو په حال کې دی، چې تر ډیره د اروپايي ټولنې په څیرزمونږ د پراخه بشري شریکانو د مرستو له امله دی."

میرمن چیموکا ویلي چې د ملګرو ملتونو هدف په افغانستان کې د لوږې مسلې ته د حل لارلټول او مرستو ته د ډیرو اړمنو کسانو لپاره د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته چې د میرمن چیموکا د وینا له مخې اکثره د خوړو د نه خوندیوب څخه کړیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې بشرپاله هڅو په برخه کې د بشري هوايي خدمتونو د پروګرام د اهمیت یادونه هم کړې او ویلي دي چې په یو داسې هیواد کې چې د ډیرو لسیزو لپاره د جګړو او طبیعي ناورینونو سره مخ دی باوري هوايي خدمتونو برابرول ډیرو لیرو پرتو سیمو ته د بشري مرستو په برابرولو کې ځانګړې اهمیت لري.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د عملیاتو مشر فرانسکویس ګیومنس ویلي: " مونږ به د اوږدې مودې د بشرپاله همکارانو لکه د خوړو نړیوال پروګرام سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړو ترڅو هغو ټولنو ته د ژوند د ژغورنې مرستې برابرې شي چې ترټولو زیات ورته اړتیا لري."

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته دا نوې مرسته په داسې حال کې برابره کړې چې دغه پروګرام ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله نور به افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې یو میلیون ښځو او د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه برابر نشي کړای.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" هم په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د بودیجې د کمښت د اړتیا یادونې پر مهال دي د سپټمبر پنځم (وږي ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو یې اغیزه کړې ده.

اوچا ویلي په داسې حال کې د روان ۲۰۲۴ کال پای ته رسیدو ته یوازې څلور میاتشې پاتې دي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده برابره کړې ده.

اوچا لیکلي: "ایا تاسو په دې پوهیدئ چې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو باندې یې اغیزه کړې او د ۸۰ فیصده کورنیو هر غړی د یو ډالر څخه په کمو پیسو باندې ګذاره کوي. د ۲۰۲۴ کال پای ته رسیدلو ته څلور میاشتې پاتې دي د بشري اړتیا د غبرګون پلان یوازې ۲۵ فیصده بودیجه ترلاسه کړې ده. د ژوند د ژغورلو لپاره په بیړني ډول اضافي ملاتړ ته اړتیا ده".

ملګروملتونو په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه. خو نړیوالې تولنې ددغې پیسو یوازې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره تراوسه برابر کړي دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې یې په افغانستان کې ۱۸.۶ میلیونو کسانو ته ۶۰۰ زره ټنه خواړه چې مجموعي لګښت یې ۱۹۰ میلیونه ډالره کیده ویشلي دي. دغه پروګرام ویلي چې په دې شمیر کې ۹.۳ میلیونه ښځې او نجونې او ۵.۸ میلیونه معیوبیت لرونکي کسان شامل وو.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د اروپايي ټولنې ددې مرستې دمخه هم دغې ټولنې د خوړو نړیوال پروګرام سره د ۷۵ میلیونو یورو مرسته کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG