د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: بیوزلۍ له هرو دوو افغانانو پر یو اغیزه کړې


د ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.
د ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د بودیجې د برابرولو د اړتیا یادونه کړې ویلي دي چې په افغانستان کې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو یې اغیزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ سپټمبر پنځم (وږي ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په داسې حال کې د روان ۲۰۲۴ کال پای ته رسیدو ته یوازې څلور میاتشې پاتې دي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده برابره کړې ده.

اوچا لیکلي: "ایا تاسو په دې پوهیدئ چې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو باندې یې اغیزه کړې او د ۸۰ فیصده کورنیو هر غړی د یو ډالر څخه په کمو پیسو باندې ګذاره کوي. د ۲۰۲۴ کال پای ته رسیدلو ته څلور میاشتې پاتې دي د بشري اړتیا د غبرګون پلان یوازې ۲۵ فیصده بودیجه ترلاسه کړې ده. د ژوند د ژغورلو لپاره په بیړني ډول اضافي ملاتړ ته اړتیا ده".

ملګروملتونو په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه. خو نړیوالې تولنې ددغې پیسو یوازې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره تراوسه برابر کړي دي.

د بودیجې د کمښت وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو رسولو یو شمیرنړیوالو ادارو په افغانستان کې د خپلو ځینو پروګرامونو د بندیدلو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو ایف پي" د پنجشنبې په ورځ سپټمبر پنځم ( وږي ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د خپلو پروګرامونو لپاره د بودیجې د کمبود ستونزې له امله لیکلي چې له دې وروسته به په افغانستان یو میلیون میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره چمتو شوي ځانکړي خواړه ترلاسه نه کړای شي.

ملګرو ملتونو له وړاندې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړمنو کسانو له ډلې یوازې ۱۷.۳ میلیونو کسانو ته مرستې برابرولی شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مرستې رسونې د ادارو له خوا د ۱۲.۱ میلیونو اړمنو کسانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته شوې ده.

اوچا د دوشنبې په ورځ سپټمبر دوېیم (وږي ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې دغه شمیر افغانانو دا مرستې له سلو څخه د زیاتو بشرپاله ادارو له خوا ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: "د عملیاتو د پیچلي چاپیریال باوجود د بشري مرستو کارکوونکو په ټول افغانستان کې خلکو ته د ژوند د ژغورنې مرستې رسولي دي. د جنورۍ او جون ترمنځ میاشتو کې ۱۲.۱ میلیونو وګړو د سلو څخه د زیات شریکانو څخه لږترلږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې ده

د ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې نجونې او میرمنې د طالبانو له خوا د کار او زده کړو د حقونو په ګډون د جنسیت پر بنسټ د سختو ګواښونو سره مخ دي، چې د مرستو د کمښت څخه تر ټولو لوی زیان هم افغان میرمنو او نجونو ته رسیږي.

د بشري مرستو ځینو ادارو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د مشارکت او ملاتړ پرته له یاد څخه د یو هیر شوي بحران باندې د بدلیدو د حالت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاو د ځواب ویلو د پروګرام د راپور پر اساس، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د راپور پراساس، په افغانستان کې په خوارځواکۍ باندې د اخته ماشومانو او میندو شمیر زیات شوي او ۶.۳ میلیونه افغانان په کور دننه د خپلو مینو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG