د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې پر بلاروس بندیز ولګوه؛ ترکیې ته یې خبرداری ورکړ 


د اروپايي کمیسیون مشره
د اروپايي کمیسیون مشره

د اروپايي ټولنې مشرانو په یوې پرېکړې کې په بلاروس بندیز ولګوه چې سر له نن اکتوبر دویمه (تلې۱۱) څخه پیلیږي.

د دغې ټولنې مشرانو همدغه راز ترکیې ته خبرداری ورکړ چې ښايي له قبرس او یونان سره د سمندري لانجې له کبله همداسې برخلیک سره مخامخ شي.

اروپايي‌ ټولنې د بلاروس په ۴۰ چارواکو او مشرانو له دې کبله بندیز لګولی چې ګینې د اګست د میاشتې په ټاکنو کې په درغلیو او د درغلیو ضد مظاهره کوونکو په ځپلو کې دخیل وو.

د بندیز په لست کې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو شامل نه دی. مخکې ښاغلي لوکاشینکو ګواښ کړی و چې د اروپايي ټولنې د بندیز په ضد به اقدام وکړي.

د اروپايي ټولنې مشرانو په بلجیم کې په دغې پرېکړې باندې څو ساعتونه بحث وکړ.

د یونان او قبرس د جلا شوي ښار نیکوشیا چارواکو هیله لرله چې د مدیترانې په ختیځ‌ کې د تیلو او ګازو د مالکیت پر سر د جنجال له کبله به اروپايي ټولنه پر ترکیې هم بندیزونه لګوي، خو داسې ونشول.

د اروپايي کمېسیون مشرې «اورزولا ون در لاین» انقره وهڅوله چې له یونان او قبرس سره خبرو ته کیني او ستونزه دې حل کړي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی که ترکیې بیا همداسې اقدمات وکړل، دا ټولنه به یې پر ضد له خپلو ټولو امکاناتو او وسایلو څخه کار واخلي.

په همدې حال کې د ترکیې یو چارواکي خبري رسنیو ته ویلي چې په انقره باندې د اروپايي ټولنې بندیزونه به دا هېواد نور هم په مدیترانیې کې د خپل مالکیت د ترلاسه کولو لپاره هوډمن کړي.

د پنجشنبې په ورځ ولسمشر طیب اردغان وویل هڅه به وکړي چې دا ستونزې په سوله ایز ډول حل کړي.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې په یوې اعلامیې کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د روانې جګړې د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې ده او د بهرنۍ مداخلې په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

ارمنستان او اذربایجان د ناګورنو-قره باغ د سیمې پر مالکیت جګړه کوي چې له کبله یې په دواړو خواو کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG