د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: د امربالمعروف قانون په افغانستان کې ښځو ته جدي ستونزې نه دي راولاړې کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د امربالمعروف نوي قانون ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د یوناما د مشرې روزاوتنبایوا غبرګونونو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې ښځې ددغه قانون د تطبیق یا په تطبیق کیدو سره کومو ستونزو سره نه دي مخ شوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۸( وږي ۲۸مه) د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه غونډه کې ددغه هیواد پر وضعیت او په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کیدو ژوره اندیښنه وښودله.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا دې غونډې ته وویل چې په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو د حکومت سره د تعامل لپاره هڅې کوي د طالبانو د حکومت پریکړې په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په نافذولو سره د "واقعي تعامل پر وړاندې" یو منفي پیغام ځان سره لري چې د میرمن اوتنبایوا د وینا پراساس له پامه نشي غورځیدلی.

د یوناما مشرې وویل چې دا پرېکړې د طالبانو او نړۍ ترمنځ واټن پیدا کوي او په خبره یې طالبان د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي،‌ "شدیدې تګلارې پلي کوي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له خوا په افغانستان کې د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون توشیح ته د پراخه غبرګونونو په اړه په غبرګون کې وویل چې ددغه قانون پلي کیدو له امله د کابل په ګډون په دغه هیواد کې ښځو ته کومه جدي ستونزه نه ده رامخې ته شوې.

امیرخان متقي کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا ملت ته د رسنیو له لارې د حساب ورکولود پروګرام په لړ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ددغه قانون سره د ټولو مسایلو تړاو ورکول ښه کار نه دی.

هغه وویل: "د امربالمعروف قوانین چې ملګري ملتونه او یوناما یې په پرله پسې ډول پورته پورته کوي مونږ او تاسو عملا وینو چې د افغانستان خلک او زمونږ خویندې په کابل او په نورو ولایتونو کې د کوم جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي او په اړه چې هر وضاحت په خپل وخت د اړوند وزارت له خوا ورکړل شوی دی. زه بیا هم وایم چې د ټولو موضوعاتو ربط ورکول دغه نوي قانون سره ښه کار نه دی".

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون چې څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري د جولاې د میاشتې په ۳۱ مه توشیح کړی او د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرايي مشرې سیما بحوث په دې غونډې کې د طالبانو د "امر بالمعروف او نهي عن المنکر" د قانون په منفي اغیزو وغږېده او ویې ویل چې دا قانون "یوازې ښځې له نارینه وو څخه نه جلا کوي، بلکې ښځې هم له یو بل څخه جلا" کوي.

بحوث وویل چې دا مهال په افغانستان کې ښځې نه شي کولای چې له یو بل سره وویني او یوازې د هغې په خبره ۲۲ سلنه ښځې کولای شي چې هره ورځ او یا په اونۍ کې یو ځل د خپلو کورنیو له غړو پرته له نورو ښځو سره وویني.

د جاپان، بریتانیا، سویس، جنوبي کوریا، اکوادور او نورو هېوادونو استازو د طالبانو په دغه قانون انتقاد وکړ او په افغانستان کې یې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

د متحدو ایالتونو استازې هم د نورو هېوادونو غږ بدرګه کړ او ویې ویل چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه د افغانستان د نړیوالو تعهداتو په اساس وشي.

د فرانسې استازي وویل چې د طالبانو د دغه قانون انفاذ د دوحې د تړون خلاف دی او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو ۲۵۹۳ او ۲۶۸۱ پرېکړه لیکونه نړیوالې ژمنې رانغاړي چې یوه یې د ښځو حقونو ته درناوی دی.

هغه وویل: "طالبان دغه یو ارزښت ته هم پابند نه" دي او له طالبانو سره تعامل کې باید بشري حقونه لومړی وي.

د مالتا استازي په افغانستان کې له "تاجیک او هزاره وو" سره د طالبانو په چلند انتقاد وکړ او ویې ویل چې دا ډله باید د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG