د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د سرغړونو په دوام انتقاد کړی او ددغې ډلې تر واک لاندې دا هیواد يې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د ځپلو په برخه یو ترټولو "ځپوونکو" هیوادونو په ډله کې شمیرلی دی.
په دغه ګډه اعلامیه کې چې د شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۷) د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په انټرنیټي پاڼه کې خپره شوې دغو وزیرانو ویلي چې هغوی دغه "تیاره واقعیت" له پامه نشي غورځولی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په زیاته کچه له منځه وړي دي. د طالبانو د هر فرمان سره د عمومي ژوند په اساسي برخو لکه زده کړې، روغتیايي پاملرنې، شغل او ګډون ته د ښځو لاس رسی محدود کړی دی. افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ځپوونکی هیواد دی، یو تیاره واقعیت چې مونږ یې له پامه نشو غورځولی".
دا ګډه اعلامیه د کاناډا، جرمني، استرالیا، کلمبیا، اکوادو، فنلنډ، پولینډ، ایسلنډ، جامایکا، کوزوو، لتوانیا، لیختناشتاین، موناکو، منګولیا، سلونیا، سویدن، د اروپايي ټولنې او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا خپره شوې ده.
د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په دغه اعلامیه کې د طالبانو له خوا په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز پریکړه هم غندلې او ددغې پریکړې د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
په دې ګډه اعلامیه کې دغو وزیرانو ویلي چې که چیرې طالبان سمدستي دا پریکړه لغوه نکړي افغانستان به د روغتیا په سکټور کې روزل شوی نسل له لاسه ورکړي.
همداشان په دې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو باندې پر بندیز باندې هم ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې شوي دي.
طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې پر افغانستان باندې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته نه یوازې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، بلکې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته یې په پوهنتونونو اود لوړو زده کړو په موسسو کې یې هم ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي.
د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ټولو هغو فرمانونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې چې په کې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه لګول شوي دي.
په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "(دغو قوانینو) پر ښځو او نجونو باندې شته محدودیتونه لا سخت کړي دي. ددغو فرمانونو هدف په واقعي معنی باندې د افغان میرمنواو نجونو چپول اوپه کورونو کې د هغوی بندیانول دي".
دغو وزیرانو په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت رامنځ ته کیدو غوښتنه هم کړې او پر وینا يې دا حکومت باید ددغه هیواد د وګړو د تنوع استازیتوب وکړي. ددغو ښځینه وزیرانو په باور یو سوله ییز او باثباته افغانستان جوړیدل هغه مهال شونې دي چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان د خپل هیواد په راتلوونکې کې فعاله ونډه ولري.
دغو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي: " افغان میرمنو په پرله بسې ډول دا ښودلې ده چې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک ځپوونکي چلند باوجود د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره لاس نه دی اخیستی. هغوی نه باور کیدونکې میړانه ښودلې او په کار نه دي چې مونږ د هغوی له ملاتړ څخه لاس واخلو".
د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې هغوی به په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو، مدني ټولنې او افغان میرمنو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
طالبانو لا تراوسه د ۱۷ هیوادونو د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو دغې کډې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي، بلکې پرښځو او نجونو باندې یې د کور څخه بهر په کار هم بندیزونه لګولي دي.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي موسسو کې هم ښځې او نجونې له کار څخه منع کړي دي. طالبانو د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته په دولتي ادارو کې له وړاندې ښځې له کار څخه منع کړې دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان وايي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ځورونې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵، د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې روانې دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۳( سلواغې څلورم) وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده په ګډون د طالبانو د مشرانو د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.
کریم خان وویل: "زموږ اقدام ښيي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د دې ډول حالت دوام د منلو وړ ندی." خو د جرمونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشرانو د نیولو د امر صادرېدو له غوښتنې یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت د جنورۍ ۲۴ (سلواغې پنځمه)، دا غوښتنه وغندله او هغه یې یوه "سیاسي هڅول شوې" موضوع وبلله.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت، په یوه اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، ویلي چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه د جرمونو نړیوالې محکمې "د يو څارنوال د تورونو پر بنسټ... د ياد جوړښت د ډېری نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بېبرخې، دوه ګونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده او... دغه بېبنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې."
د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې، "د تأسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنگي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړې دي."
فورم \ دبحث خونه