د جرمونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشرانو د نیولو د امر صادرېدو له غوښتنې یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت د جمعې په ورځ، جنوري ۲۴ (سلواغې پنځمه)، دا غوښتنه وغندله او هغه یې یوه "سیاسي هڅول شوې" موضوع وبلله.
د جرمونو د نړیوالې محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د هبت الله اخندزاده په ګډون د طالبانو د مشرانو د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت، په یوه اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، ویلي چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه د جرمونو نړیوالې محکمې "د يو څارنوال د تورونو پر بنسټ... د ياد جوړښت د ډېری نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بېبرخې، دوه ګونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده او... دغه بېبنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې."
د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې، " د تأسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنگي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړې دي."
د طالبانو اعلامیې ویلي چې د جرمونو نړیواله محکمه دې "هڅه نه کوي چې د بشري حقونو يو ځانګړی تفسير پر ټوله نړۍ تحميل کړي او د نورې نړۍ د خلکو دیني او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي."
طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې په دغه هېواد کې پر خلکو د اسلامي شریعت یوه سخته بڼه پلې کړې او ښځې یې د زده کړې، کار او عامه ژوندانه په ډیرو نورو برخو کې محرومې کړي دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د ګوانتنامو پخواني بندي، محمد نبي عمري وویل چې د جرمونو نړیواله محکمه "موږ نشي ډارولی."
هغه په خوست ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې فرانس پرس ته وویل: "که دا ریښتنې او عادلانه محکمې وای، باید امریکا یې محاکمه کړې وای، ځکه امریکا جنګونه راوړي او د نړۍ ټول مشکلات د امریکا له کبله دي."
عمري زیاته کړه چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو باید په غزه کې د جګړې له کبله محاکمه شي. د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په اسرائیل کې د حماس اورپکو له یو برید څخه پیل شوه.
د جرمونو نړیوالې محکمې د تېر کال په نومبر کې د نتنیاهو، د هغه د دفاع د پخواني وزیر او د حماس د دریو لوړپوړو مشرانو د نیولو امر کړی دی.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو د طالبانو د مشر په فرمانونو کې په مکرر ډول د ښځو او نجونو حقونه محدود شوي، او افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له زده کړې څخه منع شوي دي. ښځې همدارنګه پارکونو ته له تللو او په حکومتي ادارو کې له کار کولو منع شوي دي.
طالبانو په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو هم مهاله له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع کړې او د ۲۰۲۲ په دسمبر کې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو دروازې هم د نجونو پرمخ تر "امر ثاني" پورې وتړل شوې.
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان ویلي چې ترلاسه شوي معلومات دا باور توجیه کوي چې اخندزاده او د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، "د جنسیت په اساس د ځورونو له کبله د بشریت په وړاندې د جنایت جرمي مسؤلیت په غاړه لري."
د هغه د دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا مشران "د افغان نجونو او ښځو... او هغو کسانو چې طالبان یې د نجونو او ښځو [د حقونو] ملاتړي بولي، د ځورول کېدو له کبله د جنایت مسئول دي."
د جرمونو د نړیوالې محکمې دا څارنوال وايي چې په افغانستان کې دا ځورونې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه، د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې روانې دي. کریم خان وویل: "زموږ اقدام ښيي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د دې ډول حالت دوام د منلو وړ ندی."
ټاکل شوې چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیان اوس د کریم خان د غوښتنې په اساس، د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم وکړي او کیدای شي چې دا بهیر څو اونۍ او یا میاشتې وخت ونیسي.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه