د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کورنیو د ویزو شمیر کم کړی


​په امریکا کې د اوسیدونکو قانوني مهاجرو د کورنیو غړو ته د ویزو د ورکولو شمیر چې غواړي متحده ایالاتو ته قانوني مهاجرت وکړي د ٢٠١٧ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ډیر راټیټ شوی دی.

هغه معلومات چې د رویترز اژانس د امریکا د مهاجرت د ادارې USCIS نه ترلاسه کړي ښیي چې د ٢٠١٧ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په امریکا کې د اوسیدونکو قانوني مهاجرو د کورنیو ۴٠٦ زرو غړو ته ویزې ورکړل شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې د ٢٠١٦ کال په عین موده کې دا شمیره ٥٣٠ زرو ویزو ته رسیده.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ پر کانگرس باندې فشار راوړي چې د قانوني مهاجرو د کورنیو پاتې غړو ته د ویزې د ورکولو پروسه بنده کړي چې غواړي امریکا ته مهاجر شي. جمهور رئیس ټرمپ وایي دغه ډول "زنځیري مهاجرت" د هیواد ملي امنیت ته گواښ پیښوي.

د امریکا د مهاجرت د ادارې د ارقامو له مخې چې د رویترز اژانس څیړلي، حتی د کانگرس د قانوني اقدام پرته هم د هغو مهاجرو شمیر چې د کورنیو د یوځای کیدو په اساس یې ویزې منل شوي، د تیرې یوې لسیزې په پرتله سږکال ډیر راټیټ شوی دی.

د ښاغلي ټرمپ ادارې په یو لړ اقداماتو لاس پورې کړی چې د قانوني مهاجرت پروسه نوره هم له نژدې په پوره پاملرنې وڅیړل شي، خو د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره د ښاغلي ټرمپ علني هڅو پر دغه اقداماتو اثر کړی دی.

ښاغلي ټرمپ په پرله پسې توگه د کورنیو د یوځای کیدو په اساس پر زنځیري مهاجرت باندې انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې دغه پروسه یو مهاجر ته ددې اجازه ورکوي چې "په لسگونو د کورنۍ ډیر لرې خپلوان" امریکا ته راوړي پرته له دې چې د هغوی د منلو واقعي معیارونه په پام کې نیول شوي وي.

ښاغلي ټرمپ د مثال په توگه ددې سیستم خطرونه ذکر کوي او د هغه بنگله دیشي سړي یادونه کوي چې د نیویارک ښار د بسونو په تم ځای کې یې د دسامبر په میاشت کې یو بم چولی و.

د امریکا متحده ایالاتو ته د قانوني مهاجرت مدافعین ادعا کوي، چې هیڅوک په دې خاطر چې خپلوان یې په امریکا کې اوسیږي په اتوماتیکه توگه د مهاجرت د شرایطو واجد نه گڼل کیږي. ټول مهاجرین امنیتي پروسه تیروي او کله کله دغه پروسه کلونه وخت نیسي.

XS
SM
MD
LG