د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود طالبانو ته د جګړې د بندېدو او مذکراتو د دوام وړاندیز وکړ


احمد مسعود د «ملي مقاومت» د جبهې مشر
احمد مسعود د «ملي مقاومت» د جبهې مشر

د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهه» وايي که طالبان په پنجشیر او اندراب کې خپل بریدونه پای ته ورسوي، هغوی به جګړه ختمه او هر اړخیزې خبرې به روانې وساتي.

په داسې حال کې چې وسله وال طالبان په پنجشیر کې د پرمختګ ادعاوې کوي، «ملي مقاومت» د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۵ (وږي۱۴) د جګړې د بندولو او د سولې د خبرو لپاره وړاندیز کړی.

د احمد مسعود په رسمي فیسبوک کې په دې اړه اعلامیه خپره شوې ده.

د اعلامیې په یوې برخې کې ویل شوي دي چې د «افغانستان دیني علماوو» د جګړې د سملاسي بندولو لپاره په کابل کې یو پرېکړه لیک خپور کړی او په همدې اساس : « د ملي مقاومت جبهه پایداره سولې ته د رسېدو لپاره چمتو ده، که د طالبانو ډله په پنجشیر او اندراب کې خپل بریدونه او پوځي خوځښتونه پای ته ورسوي، هغوی (مقاومت جبهه) به هم سمدستې جګړه ختمه او هیله لري چې د علماوو او مصلحینو سره یو ځای په یوه لویه غونډه کې هر اړخیزې خبرې روانې وساتي.»

په اعلامیې کې همدغه راز وړاندیز شوی: « که طالبان په پنجشیر، اندراب، پروان او کاپیسا باندې بریدونه او نظامي خوځښتونه بند کړي او خپل ځواکونه له پنجشیر او اندراب څخه وباسي، د ملي مقاومت جبهه به هم خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړي چې له نظامي خوځښتونو څخه ډډه وکړي.»

اعلامیه زیاتوي چې د یادو شویو سیمو او د افغانستان د نورو ولایتونو او سیمو اوسېدونکی مسلمانان دي او په هغوی باندې د طالبانو د بریدونو لپاره «هېڅ اسلامي،‌ انساني او منطقي دلیل» نشته.

د احمد مسعود په مشرۍ دا جبهه همدغه راز وایي چې د طالبانو د تېر دور تاریخ ته په کتو د دغو سیمو خلک په طالبانو باندې باور او اعتماد نلري.

طالبان د اګست په ۱۵ له جګړې پرته کابل ته ننوتل او بیا یې هڅه وکړه چې پنجشیر هم ونیسي، خو هلته له مقاومت سره مخامخ شول.

طالبان ادعا کوي چې د پنجشیر یو شمېر ولسوالۍ یې نیولې او مرکز ته داخل شوي دي. د «مقاومت جبهې» ویلي چې دا ډول خبرونه د طالبانو پروپاګند او تبلیغات دي او وايي چې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

امرالله صالح چې ځان یې د افغانستان مشروع ولسمشر اعلان کړی، وايي چې طالبانو په پنجشیر باندې ټولې لارې بندې کړي او نه پرېږدي چې خلکو ته خوراکي توکي اونور ضروري مواد انتقال شي.

XS
SM
MD
LG