د لاس رسي وړ اتصالات

والټز: افغانستان نه د خلکو اېستلو لپاره دې له نادولتي‌ ادارو سره کار وشي 


امریکايي چارواکي وايي تر دې دمه یې له افغانستان څخه ۱۲۴۰۰۰ کسان اېستلي دي
امریکايي چارواکي وايي تر دې دمه یې له افغانستان څخه ۱۲۴۰۰۰ کسان اېستلي دي

د امریکا د استازو د خونې یو غړي مایک والټز د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې له افغانستان څخه د امریکايی اتباعو او له خطر سره د مخامخ افغان همکارانو د اېستلو لپاره دې له یو شمېر نادولتي‌ سازمانو سره کار وکړي.

ښاغلی والټز وايي چې دا شمېر نا دولتي‌ ادارې هلې ځلې کوي چې د الوتکو د چارټر (کرایه کولو) مسئله روښانه کړي او حکومت د هغه په خبره باید ورسره همکاري وکړي.

د جمهوریت غوښتونکي ګوند استازي مایک والټز تېره ورځ سپتمبر۴ (وږی۱۳) په یو لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته لیکلي دي: «ډېرو نادولتي ادارو راته وویل چې چارټر شوې الوتکې شته او پرواز ته چمتو دي،» چې خلک وباسي.

نوموړي ویلي‌ دي چې یو شمېر امریکایي اتباع، هغه خلک چې په امریکا کې د اوسېدو قانوني اسناد لري او هغه افغانان چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو مستحق دي، د کابل د هوايي ډګر ته نژدې ځانونه پټ کړي او انتظار کوي چې قضیې یې روښانه شي او له افغانستان څخه واېستل شي.

امریکايی چارواکي‌ وايي دوی تر دې دمه له افغانستان څخه د انتقال د ماموریت په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ افغانان اېستلي دي او طالبانو ژمنه کړې هغه خلک چې د سفر قانوني اسناد لري،‌ مصونه لار به ورکوي.

ښاغلي والټز ونه ویل چې څومره کرایه شوي الوتکې منتظرې دي او نه هم د هغه دفتر په دې اړه معلومات ورکړل. هغه همدغه راز ویلي دي چې نا دولتي‌ادارې چمتو دي‌ د خپل مسافرینو معلومات له حکومت سره شریک کړي چې ارزونه وکړي او د هغه په اساس خلک درجه بندي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه امریکايي استازي د لیک په اړه تر دې دمه کوم غبرګونه نه دی ښودلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا ډول خصوصي ډلو او ادارو ته یې مشورې ورکوي او «خطرونه یې هم ورته په ګوته» کړي دي.

هغه دا خبره رد کړه چې ګنې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د کرایه شویو الوتکو د پرواز مخه نیسي. ښاغلي پرایس وویل چې د امریکا متحده ایالتونه په درېیم هېواد کې د الوتکو د کېناستلو پروسه اسانه کوي.

هغه دا خبره هم وکړه چې د امریکايي پرسونل د کموالي او د افغانستان او نورو هېوادونو په فضا باندې د نه کنترول له کبله دا مسئله پېچلې شوې ده.

XS
SM
MD
LG