د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ فرانسیس: نړۍ دې افغانانو ته پناه ورکړي


پاپ فرانسیس
پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس هیله څرګنده کړې ده چې د نړۍ هېوادونه ډېر افغان پناه غوښتونکي قبول کړي.

پاپ فرانیسیس د یکشنبې په ورځ سپتمبر۵ (وږي۱۴) په اونیزو مذهبي مراسمو کې افغانانو ته د خیر دوعا وکړه.

هغه وویل: په دې ګډوډو حالاتو کې، چې افغانان په کې پناه غواړي، زه یې تر ټولو ډېرو اسیب پذیرو ته دوعا کوم. زه دوعا کوم چې ډېر هېوادونه دوی ته هرکلی ووايي او د هغو کسانو حقونه خوندي کړي‌ چې د نوي ژوند لټه کوي.»

پاپ فرانیسیس تل د مهاجرو او پناه غوښتونکو ننګه کړې ده.

د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته لسګونه زره خلک افغانستان څخه اېستل شوي او یا وتلي دي. په دوی کې یې ډېر امریکا ته راوستل کیږي او یو شمېر په جرمني، قطر او ایټالیا کې دي.

داسې اندېښنې شته چې ښايي طالبان په افغانستان کې د نجونو په تعلیم باندې محدودیتونه ولګوي، همدغو اندېښنو ته په اشارې سره پاپ فرانیسس وویل: « په دې هیله چې افغان ځوانان تعلیم ترلاسه کړي ځکه چې دا د بشري پرمختګ لپاره حیاتي مسئله ده.»

د طالبانو په تېرې واکمنۍ کې د نجونو په تعلیم او کار بندیز و او طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته له ننوتلو وروسته لا په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړې نه ده.

طالبان وایي چې د نوي‌ حکومت د جوړولو په اړه یې مشورې کړې او ژر به یې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG