د لاس رسي وړ اتصالات

فنلنډ د افغانانو اجباري ایستل وځنډول


د افغانستان پناه غوښتونکي
د افغانستان پناه غوښتونکي

د فنلنډ حکومت نن دوشنبه جولاۍ ۱۲ (چنګاښ۲۱) اعلان وکړ چې د افغانستان د پناه غوښتونکو اېستل یې موقتآ درولي دي.

د افغانستان حکومت له اروپايي هېوادونو څخه غوښتي وو چې لږ تر لږه تر دریو میاشتو پورې د افغان کډوالو اېستل بند کړي.

د فنلنډ د خدمتونو ادارې ویلي دي‌ چې د افغان پناه غوښتونکو اېستل د جمعې د ورځې (جولاۍ۹) راهېسې درول شوي دي.

دغې ادارې ویلي دي‌ چې د افغانستان د وضعیت ارزول روان دي‌ او تر څو چې دا ارزونه ختمه شوې نه وي، په دې اړه بله پرېکړه نه کیږي.

د فنلنډ د کډوالو ادارې ویلي دي چې دا پرېکړه په دې مانا نه ده چې مهاجرو ته د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي، بلکې هغوی دې د حکومت بلې پرېکړې پورې صبر وکړي.

چارواکي وايي شاوخوا ۳۵۰ افغان پناه غوښتونکي د فنلنډ د ادارې پرېکړې ته منتظر دي.

افغان حکومت داسې مهال له اروپايي هېوادونو څخه غوښتي چې د افغان کډوالو اېستل دې ودروي چې په افغانستان کې دننه طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او جګړې هم زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG