د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د معتادینو د درملنې یو مرکز کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۳۲ کسان مړه شوي


د ایران د ګیلان ولایت په لنګرود کې د مخدره موادو د معتادینو د درملنې په یو مرکز کې اور لګېدلی دی.
د ایران د ګیلان ولایت په لنګرود کې د مخدره موادو د معتادینو د درملنې په یو مرکز کې اور لګېدلی دی.

د ایران رسنیو د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) د دغه هېواد په شمال کې د مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز کې د اورلګېدنې له امله د لږ تر لږه ۳۲ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

د عدلیې وزارت میزان خبري وبسایټ د ګیلان د عدلیې رئیس اسماعیل صادقي له قوله ویلي، چې د تهران په شمال کې د ګیلان ولایت په لنګرود کې په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه نور زخمیان شوي دي.

صادقي وویل چې په دغه ۴۰ بستریز مرکز کې د اورلګېدو د علت معلومولو دپاره پلټنې پیل شوي دي. خو د ایران د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د لومړنیو پلټنو له مخې، یوې بخارۍ اور اخیستی او وروسته دغه اور د ودانۍ نورو برخو ته خپور شوی دی.

د ایران د تسنیم خبري وبسایټ لیکلي چې "ددې مرکز مشر او څو نور کسان د پېښې به تړاو نیول شوي ترڅو د پېښې دقیق علت په ډاګه شي."

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمنو د ادارې د معلوماتو له مخې، ایران د نړۍ په کچه په نشيي موادو د روږدېدو له جدي مشکل سره مخ هېواد دی.

د ایران ایسنا خبري اژانس د اور لګېدو د پېښې عکسونه خپاره کړي چې ښيي، له ودانۍ اور او دود پورته کیږي د شپې اسمان یې روښانه کړی دی.

په نورو خپرو شویو عکسونو کې د اور له وژل کېدو وروسته په ایرو بدل شوی ځای ښودل شوی دی.

د اګست په میاشت کې، د تهران په ښار کې اور لګیدلی و، چې ډیری هټۍ یې زیانمنې کړې، مګر هیڅ ځاني زیان یې نه درلود.

د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې، د تهران د "لاسکو" په مشهوره ۱۵ پوړیزه مغازه کې د اور لګېدنې له کبله د ۱۶ اور وژونکو په ګډون لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG