د لاس رسي وړ اتصالات

د فزیوتراپۍ روبات


فزیوتراپستان د ناروغانو په درملنه کې مهم رول لوبوي، خو ډیر وختونه هغه درملنه چې دوی یې ناروغانو ته تجویزوي، ښايي د وسایلو د نشتوالي له امله کافي نه وي، خو اوس په ايټالیا کې داسې تکنالوژۍ ته انکشاف ورکول کیږي چې ښايي له دغې برخې سره ډیره مرسته وکړي.

د سپورت دغه وسیله "هونوا " نومیږي چې د اندازه کولو له ابتکاري الګاریتم څخه په کې کار اخیستل شوی دی.

د دغې وسیلې د جوړولو هدف دادی چې هر ناروغ ته د ورزش ځانګړی پروګرام جوړ کړي.

د روبات له جوړونکي شرکت څخه سایمن اونګارو وايي: "روبات په اخیستل شوو اندازو سره د ناروغ په پلان پوهیږي، او د خاصو حرکاتو په اجراکولو کې ورسره مرسته کوي، چې د خپلو حرکاتو کنټرول بیرته ترلاسه کړي او یا که کوم اورتوپیدیک، عصبي، د معدې او یا هم د سپورت کوم مشکل لري، حل یې کړي."

روبات د هر ناروغ حرکات هغه وخت چې د پاسه ورباندې ودریږي او یو ساده ورزشي حرکت تمرین کړي، اندازه کوي. د مو ویندو ټکنالوژي له شرکت څخه کارلوس سفلییپو وايي:" ماشین ډول ډول سنسرونه لري چې کولی شي د شخص د وضعیت څرنګوالی، د عضلاتو کلک والی او د مفاصلو قوت او د حرکت څرنګوالی اندازه کړي. اخیستل شوې اندازې له روغو کسانو سره مقایسه کیږي. ماشین له هغه وروسته په اسانۍ سره د ناروغ اجراات ارزیابي کوي او دیوې مشخصې ناروغۍ لپاره د ورزش تر ټولو ښه طریقه او د درلمنې ښه پروسه توصیه کوي. "

ماشین فزیو تراپستانو سره مرسته کوۍ چې خپلو ناروغانو ته د درلمنې ښې لارې چارې تجویز کړي او د درلمنې پروسه یو څه راحت کړي.

سایمن اونګارو زیاتوي: " مونږ د درملنې پروسه چې خسته کوونکې ده، په داسې یو څه بدله کړې چې د ګیم وهلو بڼه لري. ناروغانوته په زړه پورې ده او فزیوتراپستانو ته اسانتیا زیاتوي."

که څه هم د هونوا روبات ډیر ګټور دی، خو ډاکټران وايي د دوی ځای نه شي نیولی.

فزیوتراپیست الیسندرو منوسي وايي: " دغه ماشین له فزیوتراپستانو سره مرسته کوي چې د درملنې د پروسې نظارت وکړي. دغه کار فزیوتراپستان له ناروغانو څخه په پوښتلو او د هغوی خبرو ته په غوږ نیولو سره هم کولی شي چې دغه ماشین هم ورته کارکوي او د اعتبار وړ او ګټه ور معلومات ترلاسه کولی شي، خو هر وخت ښه نتیجه نشي ورکولی. "

د هر ماشین بیه سل زره امریکايي ډالره ده خو د مو ویندو تکنالوژي شرکت په ایټالیا کې څو دانې دا ډول ماشینونه پلورلي او په پام کې لري چې خرڅلاو ته یې نوره هم پراختیا ورکړي.

XS
SM
MD
LG