د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پولیس: پنځه افغانان انقرې کې په چاقو وژل شوي


په ترکیې کې پولیس وایي د افغانستان د پنځو اتباعو مړي یې د دې هیواد پایتخت انقرې په ختیځ کې په یو کور کې موندلي چې په چاقو وهل شوي او وژل شویدي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس پنجشنبه نومبر ۱۰ (لړم۱۹) د دې هیواد د پولیسو له خولې ویلي چې وروسته تر هغه یې د دې کسانو لټون پیل کړ چې د کورنیو لخوا یې پولیسو ته د تري تم کیدو شکایت وشو.

د ترکیې پولیسو دا ندي ویلي چې دا کسان څوک دي او دا یې هم ندي ویلي چې څه وخت وژل شویدي خو دومره یې ویلي چې د وژل شویو کسانو مړي د لا پیژندګلوۍ لپاره عدلي طب ته لیږل شوي او د پیښې په هکله یې د تحقیقاتو د پيل کولو خبر هم ورکړی.

په ترکیه کې افغان دپلوماتانو هم د دې کسانو وژل کیدل تائید کړي خو د هغوي د پیژندګلوۍ په هکله یې څه ندي ویلي.

د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو په ترکیه کې مطبوعاتو ته ویلي چې څه باندې یوه اوونۍ کیږي چې دې کسانو د خپلو کورنیو سره هیڅ ډول اړیکه نه درلوده.

د "ترک خبر" ټلویزیون د یو پولیس له قوله چې نوم یې ندی اخیستل شوی، په یو راپور کې ویلي چې دا کسان یوه اوونۍ وړاندې وژل شویدي.

په عین حال کې په ترکیه کې مطبوعاتو ویلي چې دا کسان د انقرې پداسې سیمې کې وژل شوي چې ډیری اوسیدونکي یې د افغانستان او سوریې کډوال دي.

تیر کال هم پدې سیمې کې یو شمیر سړیو د سوریایي کډوالو په سیمو برید کړی و چې په اخ او ډب کې یو ترکی ځوان وژل شوی و.

په ترکیې پدې تیرو څو کالونو کې د سوریې او عراق په ګډون د افغانستان څخه ډیر شمیر کډوال ورغلی چې د کډوالو سره د کرکې پیښې هم پکې ډیر شوې.

XS
SM
MD
LG