د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش پنځه ملاتړي د تاجیکستان له یو زندان څخه د تیښتې پر مهال وژل شوي - راپور


د تاجیکستان په پایتخت دوشنبې کې امنیتي ځواکونه (د ارشیف عکس)
د تاجیکستان په پایتخت دوشنبې کې امنیتي ځواکونه (د ارشیف عکس)

د تاجیکستان امنیتي مقاماتو ویلي چې د اسلامي دولت (داعش) پنځه ملاتړي چې ددغه هېواد په یو زندان کې بندیان وو، هغه مهال ووژل شول چې د تیښتې په نیت یې د زندان په ساتونکو د چاقوګانو برید وکړ.

د داعش ډلې په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې ماتې وخوړه خو د داعش خراسان په څېر ددې ډلې ځینو څانګو خپل حضور او بریدونه روان ساتلي دي. تیر کال ددې ډلې غړو په مسکو کې د کانسرتونو په یو تالار کې خونړی برید وکړ.

د تاجیکستان د عدلیې وزارت وویل چې نهو بندیانو د دوشنبې په ورځ، فبروري درېیمه (سلواغې ۱۵)، د پایتخت دوشنبې ختیځې خوا ته په ۲۰ کیلومترۍ کې له چاقوګانو سره د وحد په نوم زندان پر امنیتي ساتونکو ددې لپاره برید وکړ چې ویې وژني او له زندان څخه وتښتي.

د تاجیکستان د پایتخت دوشنبې په ۲۰ کیلومترۍ کې د وحدت زندان
د تاجیکستان د پایتخت دوشنبې په ۲۰ کیلومترۍ کې د وحدت زندان

د تاجیکستان د امنیتي ځواکونو یوې سرچینې رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په پېښه کې شامل زندانیان د داعش او سلفي جهاد غورځنګ سره د تړاو لرلو له کبله مجرم پیژندل شوي وو. په دغو دواړو ډلو باندې په تاجیکستان کې بندیز لګېدلی دی.

یوې بلې سرچینې رویټرز ته ویلي چې، په برید کې د زندان درې ساتونکي شدید ټپیان شوي او د زندان اداري مشر هم د سختو ټپونو له کبله روغتون ته لیږدول شوی دی.

په ټلیګرام باندې په خپرو شویو ناتائید شویو ویډیوګانو کې وژل شوي په وینو ککړ بندیان ښودل کیږي چې لږ تر لږه یوه تن یې د داعش د بیرغ لرونکې خولۍ په سر ده.

د مرکزي اسیا د چارو شنونکي انډرې سینیکو رویټرز ته ویلي چې د داعش ملاتړو له زندان څخه د تیښتې هڅه پیل کړې او د لږ وخت لپاره یې په زندان باندې د داعش بیرغ پورته کړی دی.

تراوسه کومې ډلې په زندان کې د پاڅون پړه نده منلې.

د ۱۰ میلیونه نفوس لرونکی تاجیکستان چې اکثریت وګړي یې سنیان دي، د پخواني شوروي اتحاد یو له ډیرو بې وزلو هېوادونو څخه شمېرل کیږي.

د تاجیکستان د لوی څارنوال دفتر ویلي چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

د ۲۰۱۹ کال په مۍ میاشت کې، په دغه زندان کې د زندانیانو د پاڅون په نتیجه کې ۲۹ زندانیان او درې ساتونکي ووژل شول. د تاجیکستان چارواکو هغه مهال وویل چې د سختدریځو ډلو غړو پاڅون پیل کړی دی. داعش ددې پیښې مسئولیت واخیست.

په ۲۰۱۸ کال کې د تاجیکستان په شمالي ښار خجند کې ۲۱ بندیان او د زندان دوه ساتونکي ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG