د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې پنځه تنه د چاقو په برید کې ټپي شوي


آرشیف
آرشیف

په جرمني کې پولیس وایي د دې هیواد په لویدیځ کې جمعه اګست ۳۰ ( وږي نهمه) پنځه تنه په یو بس موټر کې د چاقو په برید کې ټپي شویدي.

دا پدې تیرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې په جرمني کې په خونړیو بریدونو کې له قاچو څخه کار اخیستل کیږي.

پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلی چې دا پیښه د زیګن په ښار کې شوې او دا چې د پیښې په تړاو یې یو ۳۲ کلن مشکوک شخص نیولی چې پیژندګلوي یې لا نده په ډاګه شوې.

د پولیسو په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې تر دې دمه د برید انګیزه نده څرګنده شوې.

په اعلامیې کې راغلي چې له پنځو ټپي شویو څخه د دریو وضعیت یې نازک دی او د مرګ خطر سره مخ دی، څلورم تن بیا جدي او پنځم کس برسیرن ټپي شویدی.

پولیسو دا ندي ویلي چې د دې پیښې قربانیان څوک دي.

د زیګن په ښار کې د چاقو دې برید څخه تقریباً یوه اوونۍ وړاندې د زولینګن په ښار کې د سوریې یو کډوال چې ۲۶ کاله عمر یې درلود او په ۲۰۲۲ کال کې یې جرمني کې پنا اخیستې وه، په مراسمو کې خلک په چاقو ووهل او درې تنه یې ووژل.

د جرمني فدرالي څارنوالو ویلي چې برید کوونکی عیسی ال ایچ نومیده چې د جرمني قوانینو له مخې د مشکوک شخص تخلص پټ ساتل شوی.

څارنوالو هم شک څرګند کړی چې ښایي دا مشکوک بریدګر د اسلامي دلت یا داعش ډلې غړی وي.

د څارنوالانو په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د سوریې دې اوسیدونکي "سخت دریځه اسلامپاله عقیده" درلوده او کوښښ یې کاوه هر څومره ډیر "بې عقیدې" کسان چې امکان لري، وې وژنې.

پولیسو او څارنوالانو ویلي چې برید کوونکي کوښښ کاوه خلک په مریو او له نامه پورته په چاقو ووهي.

د دې پیښې څخه وروسته په جرمني کې د پنا غوښتنې او کډوالۍ پالیسیو په هکله بحثونه یو ځل بیا تادوه شویدي.

د جرمني حکومت د خلکو د راټولیدو په عامه ځایونو او ترانسپورت وسایلو کې کې د چاقو په ګرځولو محدودیتونه وضع کړ او هم یې پدې هیواد کې په میشتو غیر قانوني کډوالو باندې مرستې کمې کړلې.

پولیسو همدارنګه د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د زولینګن ښار سره نږدې په یو بل ښار کې یو تن په ډزو وواژه چې شک پرې و په لاره تیردونکو خلکو یې د چاقو کولو نیت درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG