د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني ۲۸ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړل


د جرمني‌ پولیسو د د زولینګن په ښار کې د چاقو د خونړي برید په تړاو یو شکمن نیولی.
د جرمني‌ پولیسو د د زولینګن په ښار کې د چاقو د خونړي برید په تړاو یو شکمن نیولی.

جرمني د جمعې په ورځ، اګست ۳۰ (وږي نهمه)، ۲۸ افغان اتباع افغانستان ته واستول. په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې جرمني افغان کډوال افغانستان ته ستنوي.

د حکومت ویاند سټیفن هیبسټریټ دا ۲۸ افغانان په جرمونو محکوم شوي بللي خو سمدستي یې د هغوی د جرمونو په اړه معلومات ندي خپاره کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ددغو افغان اتباعو شړل د جرمني د امنیتي اقداماتو برخه بللې ده.

جرمني له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، او حکومت یې اړ شوی چې د افغانانو د ستنولو لپاره له نورو لارو چارو څخه کار واخلي.

له دې یوه اونۍ وړاندې د جرمني د زولینګن په ښار کې د چاقو په یو برید کې درې تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول. د برید شک د سوریې پر یو وګړي شوی چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې وه چې دغه شکمن تیر کال بلغاریا ته شړل شوی وای، خو د راپورونو له مخې، هغه له شړل کېدو څخه د تیښتې په خاطر د څه مودې لپاره ځان پټ کړی و. دغه شکمن د یکشنبې په ورځ د قتل او په یو ترهګریز سازمان کې د غړیتوب په تور ونیول شو او ټاکل شوې چې محکمې ته وړاندې شي.

د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، د تیرې جمعې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست. داعش په خپل خبري سایټ کې ویلي چې بریدګر عیسویان په نښه کړي او دا چې هغه دا برید "په فلسطین او نورو ځایونو کې د مسلمانانو د غچ اخیستلو لپاره ترسره کړي دي." د داعش دا ادعا په خپلواکه توګه نده تائید شوې.

بل خوا د جرمني په زاخسن او تورینګن سیمو کې د یکشنبې په ورځ سیمه ایزې ټاکنې کیږي. ددغو ټاکنو په درشل کې د مهاجرت په اړه بحثونو زور اخیستی او تمه کیږي چې "د جرمني لپاره د خلکو بدیل" په څېر د مهاجرت ضد ګوندونه دغه ټاکنې وګټي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د جون په میاشت کې وویل چې هغه افغان او سوریايي کډوال چې مجرم ګڼل کېږي له جرمني څخه دې وایستل شي.

د شولتز له دې وینا یوه اونۍ وړاندې، ۲۵ کلن افغان کډوال سلیمان عطايي د جرمني په مانهایم ښار کې یو پولیس منصبدار او څلور نور کسان په چاقو ووهل او بیا ټپي شوی پولیس د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، فایزر د پنجشنبې په ورځ د چاقو د بریدونو د کنترول لپاره د قوانینو د سختولو پلان اعلان کړ. د ایتلافي حکومت له نورو چارواکو سره په یو خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال هغې له جرمني څخه د کډوالو د شړلو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو ژمنه وکړه.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د کډوالۍ د کړکېچ په اوج کې، جرمني یو له هغو اروپايي هېوادونو څخه و چې تر یو میلیون ډېر سوري، افغان او عراقي کډوال یې منلي وو. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد لسګونه زره افغانانو ته پناه ورکړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG