د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله اړولې؛ د کابل - ننګرهار لویه لار تړل شوي


په ننګرهار ولایت د کابل ـ جلال اباد تخریب شوې لار
په ننګرهار ولایت د کابل ـ جلال اباد تخریب شوې لار

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو له امله د ګڼو ځاني او مالي زیانونه راپورونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د ترانسپورت رئیس حنظله ملنګ د یکشنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري دوهمه) خبریالانو ته وویل چې د سیلابونو په وجه د کابل – ننګرهار لویه لار بنده شوې ده. هغه زیاته کړه چې ددې لویې لارې په اوږدو کې څو ځایه سیلابونه راوتلي او عمومي سړک یې تخریب کړی دی.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د طالبانو د حکومت د وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي، د تیرو دوو ورځو راپدېخوا د افغانستان په لسو ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي حقاني نن یکشنبه جولای ۲۴ (زمري دوهمه) په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دې ترڅنګ په پکتیکا، پکتیکا، ننګرهار، نورستان، پروان او پنجشېر ولایتونو کې مالي زیانونه هم رسېدلي دي.

بلخوا د میدان وردګ ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو رئیس فیض الله جلالي نن یکشنبه جولای ۲۴ (زمري دوهمه) ویلي چې تازه سېلابونو د دغه ولایت په جلرېز، نرخ او چک ولسوالیو کې ۱۲ کسان وړي چې تر اوسه لا نه دی پيدا شوي.

ښاغلي جلالي زیاته کړې چې له یادو کسانو څخه ۶ تنه په جلرېز، ۴ تنه په نرخ او ۲ تنه په چک ولسوالۍ کې سېلابونو وړي دي.

د نوموړي په وینا په دغه ولایت کې د تیرې ورځې او وړمې شپې سېلابونو ګڼې کرنیزې ځمکې، کورونه، فرعي لارې، سړکونه او پلونه هم تخریب کړي دي.

په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو همدارنګه ویلي چې بامیان ـ میدان وردګ ولایت لویه لار هم د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د مسافرو پرمخ سیلابونو بنده کړې ده.

په ننګرهار ولایت کې هم د سېلابونو راوتلو له امله د کابل ـ جلال اباد لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ددې ولایت د ترانسپورت رئیس وویل چې، "د سرخ رود ولسوالۍ اړونډ دروڼټې ته څېرمه د کابل جلال اباد د لویې لارې پرسر نظراباد په ساحه کې یو پل سیلاب وړی او عمومي لاره په موقت ډول تړل شوې."

هغه ویلي چې تخنیکي ټېمونو د لارې خلاصولو هڅې پيل کړي. دوی له مسافرینو څخه غوښتي چې تر بلې خبرتیا پر دغه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

بلخوا د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د تیرې شپې سېلابونو د دې ترڅنګ د یاد ولایت په روداتو، لعلپورې، بټي کوټ او سره رود ولسوالۍ کې په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه تخریب کړي دي.

د یاد ریاست په وینا په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو تن د سېلابونو له امله مړ شوی او درې تنه لادرکه دي او د سلو په شاوخوا کې کورونه یې تخریب کړي دي.

پر همدې مهال د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه د دغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو را وتلو له امله د خلکو فصلونه تخریب شوي دي.

بلخوا د طالبانو د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د تازه سېلابونو له امله د زیانمن شوو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او اړوند ادارو ته یې امر کړی چې له یادو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

پر همدې مهال د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې نن یکشنبه او سبا دوشنبه په ۲۴ ولایتونو کې د نورو بارانونو او سېلابونو را وتلو اټاکل کړی دی.

په دغه ولایتونو کې نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پکتیا، پکتیکا، لوگر، خوست، غزني،کاپیسا، پنجشیر،کابل، پروان، میدان وردګ، دایکندي، اروزگان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل شامل دي.

یادې ادارې ویلي چې د ورښت کچه به په بیلابیلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي متره پوري وي.

طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت وايي، تیره اونۍ د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او ۹۰ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا د یادو بارانونو له امله ۲۲۵۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه تخریب شوي او ۲۰۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG