د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي د کابل اواسلام اباد ترمنځ د چین د منځګړیتوب هرکلی کړی


Afghanistan Pakistan China
Afghanistan Pakistan China

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی چې په چین کې د سولې شپږم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی، دغه کنفرانس ته په وینا کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه کیدو لپاره د چین د مننځګړیتوب د هڅو ستاینه کړې.

په کابل کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، له دفتر څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ښاغلي کرزي له دغو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړی.

پخواني جمهور رئیس هیله ښودلې چې افغانستان او پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانگ یي، سفر به د دغو "دواړو هیوادونو په خیر تمام شي" او ښې پایلې به ولري.

د سولې شپږم نړیوال کنفرانس د روانې عیسوي میاشتې په ۲۴ او ۲۵ نیټه د چین د تسنګهوا پوهنتون په نوښت د نړۍ د مهمو امنیتي مسلو په سر د بحث او خبرو لپاره جوړ شوی وو.

حامد کرزي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې د چین منځګړیتوب ته دا هرکلی په داسې حال کې ویلی چې هغه تل د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسۍ انتقادونه کړي او د خپل کار په دوره کې یې د اسلام اباد سره اړیکې هم ښې نه وې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، د شنبې په ورځ کابل ته راغلی وو او بیا له کابل څخه اسلام اباد ته تللی وو.

وانگ یي، او د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو اړیکو سلاکارتاج عزیز د یکشنبې په ورځ اسلام اباد کې یو ګډ خبرې کنفرانس ته د وینا پر وخت د خپل سفر په پای کې د افغانستان، پاکستان او چین دهیوادونو یوه ګډه اعلامیه هم خبریالانو ته ولوستله.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د تنظیمولو په برخه کې د یو دوه اړخیز میکانیزم په رامنځ ته کولو او د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د دریو اړخیزو غونډو پر جوړیدلو موافقې د دغې ګډې اعلامیې مهم ټکې دي.

د نړیوالو چارو یو کارپوه ډاکټر عبدالطیف نظري امریکا سره په مرکه کې وویل، چین له دغه منځګړیتوب څخه دوه هدفه لري یو غواړي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له دې نورې هم خرابې نه شي او دوهم دا چې هڅه کوي پر پاکستان نړیوال فشارونه راکم کړي.

ښاغلی نظري وایي چین افغانستان سره د خپل سرحد د امنیت په هکله هم اندیښنه لري او دا ګڼي چې هر څومره چې افغانستان ناامنه کیږي دا ناامني پر چین هم اغیز کولی شي.

XS
SM
MD
LG