د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان نن بیا د پلټنو لپاره غوښتل شوی


پخوانی صدراعظم عمران خان (ارشیف)
پخوانی صدراعظم عمران خان (ارشیف)

د پاکستان مخکنی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د مۍ د نهمې ورځې د پېښو په اړه د پلټنو په لړ کې نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۰ ( جوزا نهم) د پلټنو د یو ګډ ټیم له خوا بلل شوی دی.

عمران خان په داسې حال کې د پلټنو لپاره بلل شوی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د عمران خان پرخلاف د پوځي قانون لاندې د اجراتو ترسره کیدو احتمال نه دی رد کړی.

د مۍ د میاشتې په نهم د پاکستان د احتساب د ملي ادارې "نیب" له خوا د مالي غبن په قضیه کې د عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان په ټولو ښارونو کې د تحریک انصاف د ګوند د مشر د نیولو په خلاف لاریونونه وشو، چې په ترڅ کې یې یو شمیر پوځي او دولتي تاسیساتو ته زیان ورسید.

د تاوتریخوالي په پیښو کې د نهو کسانو وژل کیدل او په لسګونو نورو د ټپي کیدو تائید شوي دي.

د پاکستان د پنجاب د ایالتي حکومت له خوا ددغو پيښو د ارزونې لپاره تر لسو پورې د پلټنې ګډ ټیمونه جوړشوي دي.

د تاوتریخوالي او د ګډوډیو د پیښو په تړاو د پنجاب په ایالت کې د عمران خان په خلاف هم دعوې ثبت شوي دي.

د امریکا غږ د ډیوې او د پاکستان د رسنیو د راپو له مخې د لاهور‌ د قول اردو د قومندان په کور او په عسکري ټاور د شوو بریدونو د پلټنو په لړ کې د پولیسو د ډي آی جي کامران خان په مشرۍ د پلټنو یو ګډ جوړ شوي ټیم نن د سه شنبې په ورځ عمران خان دغې ټیم سره کتنې لپاره غوښتی دی.

پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس د پلټنې د ګډ ټیم سره د کتنې لپاره یو یاداشت عمران خان ته هم رسیدلی او پخواني صدراعظم تیره ورځ په دې اړه ، چې دغو پلټنوته حاضر شي او که نه د خپلو قانوني سلاکارانو سره سلامشورې هم کړي دي.

په عین حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د عمران خان پرخلاف د پوځي قانون لاندې اجرات له امکان څخه بهر نه دي ګڼلي.

د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان د جیو تلویزیون سره د خبرو پر مهال ویلي، چې عمران د خپلو ټولو وسایلو په کارولو وروسته کله، چې پوه شو، چې اوس هغه په یوه بنده کوڅه کې ولاړ دی نو د پاکستان ادارو " اسټیبلشمنټ" ته غږ کوي، چې ورسره دې خبرې وشي.

خواجه اصف وویل عمران خان د تېرو درې، څلورو ورځو راهیسې، چې د پخلاینې یا پښیمانۍ کومې خبرې کړي د ښاغلي اصف په وینا په کې هیڅ صداقت نشته او په دې ډول هغه د خپل ځان د ژغورلو هڅه کوي.

د عمران خان پلویان او د ګوند مشران وروسته له هغې د سختو حالاتو سره مخ شوي چې په نهم مۍ د مالي غبن په یوه قضیه کې عمران خان د احتساب د ملي ادارې 'نیب' له خوا ونیول شو اؤ د ګوند پلویانو یې په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي ډک احتجاجونه وکړل.

ددغو احتجاجونو په مهال قهریدلي لاریون کوونکي په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکز او لاهور کې د قول اردو د قومندان په کور بریدونه کړي و او ورته یې اور اچولی و.

د دې ترڅنګ پاریدلو لاریون کوونکو یو شمیرموټرو او دولتي ودانیواو تاسیساتو هم اور اچولی و او ورته زیان رسولی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله څو ورځې دمخه ویلي و، چې په ټول هیواد کې د تحریک انصاف د ګوند د مشرانو او غړو په خلاف ۴۹۹ قضیې د پولیسو سره ثبت شوي دي، چې ۸۸ یې د ترهګرۍ ضد قانون د دوو مادو لاندې ثبت شوي دي. هغه ویلي و، چې ۳۳ دغسې قضیې یې پوځي ادارو ته سپارلي دي.

د بشري حقونو ادارو په پاکستان کې د پوځ د قانون لاندې د ملکي وګړو په محاکمه کیدلوباندې اندیښنه ښودلې او د پاکستان له حکومت یې غوښتي، چې باید د ټولو وګړو بشري حقونو خړندیتوب ته پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG