د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانوي جنرال: بریتانیا زموږ له افغان متحدینو سره 'خیانت' کوي 


د افغانستان د مخکني حکومت ځانګړي ځواکونه
د افغانستان د مخکني حکومت ځانګړي ځواکونه

د بریتانیا یو متقاعد جنرال ریچارډ بارونس وايي د بریتانیا حکومت د افغانستان د مخکني حکومت د ځانګړو ځواکونو په نه انتقالولو سره، له هغوی سره «خیانت» کوي او دا «شرم» دی.

د بي بي سي د یو راپور په اساس، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو دغه غړي د بریتانیا له ځواکونو سره د طالبانو په ضد اوږه په اوږه جنګېدلي او په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له خپلو کورنیو سره پاکستان ته تښتېدلي دي، چې اوس مجبور دي له هغه هېواد څخه ووځي او یا به وشړل شي.

د دغو پخوانیو سرتېرو شمېر۲۰۰ ته رسېږي، چې افغانستان ته له بیا ستنېدو وروسته ممکن د طالبانو د انتقامي بریدونو سره مخامخ شي.

دغه بریتانوي جنرال څه باندې ۱۲ کاله د خپل هېواد په پوځ کې دنده کړې ده. هغه د بي بي سي نیوزنایټ خپرونې ته وویل: «د دغو سرتېرو د ځایونو د بدلولو [انتقال] په برخه کې د بریتانیا ناکامي شرم دی، ځکه دا ښکاره کوي چې موږ د ملت په توګه یا دوه مخي یو او یا بې تفاوت یو... دا دواړه د منلو نه دي.»

بارونس زیاته کړه چې دا «خیانت» دی او «د دغه خیانت بیه د هغو خلکو ژوند دی، چې موږ ته یې خدمت کړی، چې یا به ووژل شي او یا به خپل ژوند په زندان کې» تېروي.

په ۲۰۲۱ کال کې د بریتانیا پخواني صدراعظم بوریس جانسن پارلمان ته ویلي وو چې د دغو افغان سرتېرو خدمتونه ارزښتناک دي او بریتانیا به د هغوی د مصون انتقال په اړه، هر څه چې په وس کې وي، وبه یې کړي.

په دغو ځانګړو سرتېرو سربېره، ۳۲ نور افغان سیاستوال هم، چې له بریتانویانو سره یې کار کړی و، په پاکستان کې دي. هغوی داسې کوم سند نلري چې له پاکستان څخه پرې کوم بل هېواد ته ولاړ شي.

اکثریت دغو افغانانو له کوم اسناد پرته پاکستان ته تښتېدلي وو چې بیا هلته د انتقال د پروسې له لارې بریتانیا ته ولاړ شي.

د بي بي سي د راپور په اساس، په دوی کې د اکثریت غوښتنې رد شوي او یو شمېر نور یې له یو کال راهېسې د ځواب په تمه دي. اسلام اباد څه موده مخکې اعلان وکړ، چې ټول هغه افغانان به شړي چې د چارواکو په خبره په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري. تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰زره افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي او یا مجبور کړل شوي دي چې پاکستان پرېږدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG