د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: ایران کې مظاهرې د آزادۍ لپاره د انقلاب پیل دی


د ډونالډ ټرمپ مرستیال په پاریس کې د مجاهدین خلق په غونډې کې برخه واخیسته او د دې ډلې سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د ډونالډ ټرمپ مرستیال په پاریس کې د مجاهدین خلق په غونډې کې برخه واخیسته او د دې ډلې سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید دی شنبه جولای ۱ (چنګاښ۱۰) یې د فرانسې په پلازمینه پاریس ښار کې میشت د ایران د مجاهدین خلق ډلې سره خپل ملاتړ څرګند کړ او د هغوي په غونډې کې یې برخه واخیسته.

په غونډې کې د برتانیې پخوانۍ صدراعظمې لیز ټروس هم برخه اخیستې وه.

د پاریس په دې غونډې کې د مجاهدین خلق زرګونو پلویانو برخه اخیستې وه. ښاغلي پنس او میرمن ټروس دواړو غونډې کې ویناوې وکړلې او په غربي هیوادونو یې انتقاد وکړ چې په ایران کې د ملایانو حکومت ته یې امتیازات ورکړي.

ښاغلي پنس پخپلو خبرو کې په ایران کې د تیر کال سپټمبر میاشتې وروسته د حکومت ضد ولسي مظاهرو ته په اشارې سره وویل چې د ایران حکومت په اوس وخت کې دومره کمزوری شوی چې په تاریخ کې یې ساری نشته.

د مخکني جمهور رئیس مرستیال تیر کال هم د مجاهدین خلق د مشرې مریم رجاوي سره په البانیا کې د دې ډلې په مرکزي دفتر کې کتلي و او دا ځل یې د پاریس په ښار کې د دې ډلې په غونډې کې په حضوري توګه برخه واخیسته.

مایک پنس د ایران حکومت ته په اشارې سره وویل چې په نړۍ کې هیڅ "ظالم رژیم تل تر تله نه پایي".

هغه زیاته کړه، "دا یوازې یوه بله مظاهره نه بلکې د آزادۍ لپاره د انقلاب پیل دی. یو تر ټولو غټ درواغ چې واکمن رژیم نړۍ ته ویلی دا دی چې وایي بل هیڅ بدیل یې نشته".

ایران د مجاهدین خلق ډله غیر قانوني بولي او متحده ایالاتو هم یو ځل دا ډله د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لست کې اچولې وه، ځکه چې د ۱۹۷۰ په لسیزه کې یې امریکایي پرسونل وژلي و او هم یې د عراق د پخواني مشر صدام حسین سره اړیکې درلودې.

خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۲ کال کې دا ډله د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو د لست څخه وایستله ځکه چې دا ډله د تشدد خلاف ده.

سره لدې چې بهر میشتي ایرانیان د مجاهدین خلق او د دې ډلې د سیاسي څانګې (د ایران د مقاومت ملي شورا) سره ډیر ملاتړ نلري خو ګڼ شمیر جګپوړي امریکایي او اروپایي چارواکي د دې ډلې ملاتړ کوي.

د برتانیې پخوانۍ صدراعظمې لیز ټروس بیا پخپلو خبرو کې وویل چې په ټولې نړۍ کې د مستبدو رژیمونو ګواښ ډیر شوی او د چین جمهور رئیس شي جنپنګ او د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین یې د مثالونو په توګه یاد کړل.

میرمن ټروس وویل، "دا چي آزادې نړۍ د هغوي په خلاف څه ندي کړي، نو دا رژیمونه هم زړور شویدي خو زه هیڅکله ناهیلې نه یم چې ایران به یوه ورځ دموکراتیک او آزاد وي".

د برتانیې دې پخوانۍ چارواکې همدارنګه زیاته کړه چې په ټولې نړۍ کې دموکراسۍ په خطر کې ده او همدا یې وخت دی چې د مستبدو رژیمو سره مراعت کول او هغوي ته امتیاز ورکول بند شي.

په همدې حال کې د ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پدې غونډې کې د ویډیو کنفرانس د لارې برخې اخیستې وه او وینا یې هم وکړله.

ښاغلي پمپیو د ایران د اتومي پروګرام په هکله د هر ډول نوي تړون پر ضد خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول تړون به د ایران ولس او نړۍ لپاره یو آفت وي.

سره لدې چې د پاریس پولیسو تیره اوونۍ د دې ویرې له کبله چې ښایي په فرانسې کې د نورو ایراني ډلو لخوا پرې برید وشي او یا کوم جنجال پیدا شي، ددې ډلې غونډه یې بنده کړې وه، خو وروسته د پاریس اداري محکمې د بندیز خلاف حکم ورکړ.

XS
SM
MD
LG